د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

جنرال داؤد:د ګل سرخ میلې د ګډوډولو پلان لرونکي کسان ځپل شوي


 د ۳۰۳ پامیر زون د پولیسو قومندان جنرال داؤد داؤد
د ۳۰۳ پامیر زون د پولیسو قومندان جنرال داؤد داؤد
د چارواکو په وینا دغې ډلې، چې دیارلس غړي یی درلودل په مزارشریف ښار کې ځای پر ځای شوې وه، څو د ګل سرخ د دودیزې میلې مراسم ګډوډ کړي.

د ۳۰۳ پامیر زون د پولیسو قومندان جنرال داؤد داؤد وویل، چې دوی د ګل سرخ میلې ته ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي.

جنرال داؤد خبریالانو ته وویل، چې پولیسو ددې ډلې پنځه غړي ژوندي نیولي او اته نور یی، چې په سمنګانو ولایت کې وو وژل شوي دي.

دده په خبره دغه ډله د امنیتي ادارو لخوا په منظم ډول تر تعقیب لاندې وه:

’’دغه ترورستي ډله، چې په مزار شریف کې ځای پر ځای شوې وه غوښتل، چې د نوي كال مراسم گډود كړي.

دوی د امنيتي اوكشفي ارگانونو ترتعقيب لاندي ؤ چي پنځه تن يي ژوندي ونيول شول او ۸تنه يي په سمڼگا ن ولايت كې ووژل شول. ،،

ده زیاته کړه، چې امنیتي ادارې تر خپله وسه کار کوي، څو د نوي کال دودیز مراسم، چې هر کالې په مزارشریف کې ترسره کیږي، د کومې پیښې پرته سرته ورسیږي.

د ۳۰۳ پامیر زون قومندان همداراز له خلکو وغوښتل، چې د خپل ولایت د امنیت د ساتلو په برخه کې له امنیتي ادارو سره همکاري وکړي.

دده په وینا خلک باید د هر مشکوک حرکت په اړه، چې دوی یی محسوسوي پولیسو او نورو امنیتي ادارو ته خبر ورکړي.
XS
SM
MD
LG