د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

خيبر پښتونخوا:په هنګو کې د سپرليو پرموټر وسله وال برید شوی


د خيبر پښتونخوا په لرې پرته سیمه هنګو کې د سپرليو پر یوه موټر د وسله والو په برید کې پنځلسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ځايي امنيتي مسوولینو د معلوماتو له مخې دغه پېښه د یکشنبې په ورځ تر غرمې وړاندې د هنګو او پاړه چنار ترمنځ د ټل په اړوندو کې رامنځته شوې.

په سیمه کې دولتي مسوولین وايي، په نخښه شوي خلک د پاړه چنار اوسېدونکي ول چې د پېښور پر لور روان ول.

د دولتي مسوولینو د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې اته تنه وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون اووه تنه نور سخت ټپیان دي.

یوه دولتي مسوول، چې نه یې غوښتل غږ یې ثبت شي ازادۍ راډيو ته وويل، چې په نخښه شوی ټول د پاړه چنار شعیه اوسېدونکي ول خو په وینا یې تراوسه دا نه ده څرګنده شوې چې د چا له خوا پرې برید شوی.

په هنګو کې ازاد خبريال حسن محمود د عیني شاهدانو له قوله وايي، چې تر برید وروسته د امنيتي ځواکونو او برید کوونکيو تر منځ وسله واله نښته هم شوې چې په ترڅ کې یې درې تنه برید کوونکي وژل شوي او پاتې یې په تېښته بريالي شوي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په سیمه کې د شعیه او سني ډلو ترمنځ تر څلور کلن اخ و ډب وروسته تېره میاشت دا لار د ترافيکو پر مخ پرانیستل شوه.

د پاړه چنار او شاوخوا سیمو اوسېدونکيو چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې د پېښور په ګډون د پاکستان له نورو سیمو سره ځمکنۍ اړيکې پرې وې په دغه موده کې د افغانستان له لارې پېښور ته تګ راتګ کاوه.

پاړه چنار یوه له هغو سیمو ده چې له تېرې یوې لسيزې راهیسې د شعیه او سني ډلو ترمنځ خونړیو جنګ جګړو سخته ځپلې.

په دې موده کې له دواړو غاړو نه په زرګونو تنه وژل شوي او ګڼ شمېر کلي او کورونه په کې له منځه تللي.

د یوشمېر ځايي قومي مشرانو له پرله پسې هڅو وروسته تېره میاشت د دواړو ډلو ترمنځ د سولې تړون وشو او دواړه خواوې پر دې سلا شوې چې له دې وروسته به یو پر بل بریدونه نه کوي، له همدې تړون سره سم یاده لار د ترافيکو پر مخ پرانیستل شوه، خو دغې پېښې یوارې بیا په سیمه کې د جنګ جګړو اندېښنې رامنځته کړي.

مجيب الرحمان انګار،پیښور
XS
SM
MD
LG