د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

کابل به سبا ته د ایکو د سازمان،د غړو هېوادونو د کنفرانس کوربه وي


د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال غلام نبي فراهي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال غلام نبي فراهي
دا د ایکو یا د اقتصادي همکارېو د سازمان پنځمه فرهنګي غونډه ده، چې په کې د غړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي همکارېو د پیاوړي کولو په موضوع بحث کیږي.

دا غونډه د دوشنبې په ورځ په کابل کې پیلیږي، چې په کې د ګډون لپاره یو شمېر میلمانه لا د مخه کابل ته را رسیدلي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال غلام نبي فراهي د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دی کنفرانس اجنډا مخکې ترتیب شوی چې ډیره برخه یي غزني ولایت ته ځانګړې شوې.

ښاغلي فراهي وویل، د ایکو غړي هېوادونه به د غزني د تاریخي اثارو د بیارغونې په برخه کې، چې د ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه اعلانیږي مالي مرسته ونه کړي، خو د دغه مرکز له جوړېدو نه به خپل ملاتړ څرګند کړي:

(دا کنفرانس د پخوانۍ اجنډا له مخې جوړ شوی دی چې په دې کنفرانس یوه مهمه طرحه داده چې دوي به يي ملاتړ کوي چې هغه د غزني ولایت سره همکاري ده.

دوهمه دلته به تاریخي ورځې او فرهنګي شخصیتو یادونه به کیږي. )

افغانستان د ایکو سازمان غړیتوب په ۱۳۷۰ کال کې ترلاسه کړي او دا سازمان یولس غړی هېوادونه لري، چې په هغو کې پاکستان، ایران، تاجکستان،اذربایجان او داسې نور شامل دي.

د دې غونډې ټول مالي لګښت، چې په کې تر ډیره د دغه سازمان د غړو هېوادونو د اطلاعات او کلتور وزیران او مرستیالان یي ګډون کوي د افغان دولت له خوا ورکول کیږي.

د دې غونډې په درشل کې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوستی په نوم د کتابونو یوګډ نندارتون پرانیستل شو.

د دې نندارتون اجرایوی مسول، میر انوري ازادۍ راډیو ته وویل، په دې نندارتون کې د دوه میلیون ډالرو په ارزښت دولس زره ټوکه بېلابېل کتابونه د نندارې لپاره ایښودل شوي، په دې کې یوه اندازه کتابتونه د افغان ناشر دي:

(دغه نندارتون چې د کب میاشتې له دوه ویشتمې نېټې به پیل او د دې میاشتې تر ۲۹ پورې به دوام وکړي، په کې دولس زره ټوک کتابتونه، د مهندسي، طب، ټولنیزو چارو او روزنیز کتابونه دي.

دا نندارتون په دې هدف جوړ شوی، تر څو وکړای شو د افغانستان له کلتور سره مرسته وکړو او وکړای شو چې د افغان استادانو، محصلینو او څیړونکو لپاره د اړتیا وړ کتابونه د کمښت ستونزه تامین کړو.)

د افغان دولت له خوا د غونډې په اجنډا کې د غزني موضوع په داسې حال کې شامله شوې، چې همدا اوس هم په دې برخه کې بېلابېلې پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.

خو کتونکي په سیمه کې روانې امنیتي وضع ته په اشارې اندیښنه څرګندوي، چې ممکن د تاریخي اثارو د بیارغونې بهیر، چې خورا مهم بلل کیږي ټکنې کړي.

غزني، چې په اسلامي تاریخ کې له مهم شهرت نه برخمن دې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه اعلان شي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG