د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د افغانستان د سولې په هلو ځلو کې د ایران لیوالتیا


په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره روانې هلې ځلې او په دې بهیر کې د ایرانیانو لیوالتیا نن یو ځلې بیا د کابل چاپ ورځپاڼو مهم سرلیکونه جوړوي، چې حمید مومند ورته کتنه کړی.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې که څه هم د ولسمشر کرزي هڅې د ستاینې وړ بللي، خو دا انتقاد یی کړې، چې دولت د دغه بهیر د پرمخ بیولو لپاره هیڅ راز دریځ نه لري.

ورځپاڼه لیکي، که افغان دولت په داسې یو کمزورې دریځ خبرو ته کینې، نو دا به په یو اړخیز ډول مخالفینو ته د امتیازاتو د ورکولو زمینه برابره کړي، چې بیا به هم د یوې بلې کورنۍ جګړې لامل شي.

خو ورځپاڼې دا وضاحت نه دې ورکړې، چې دا څه ډول امتیازات دي، چې وسله وال مخالفین یی ترلاسه کول غواړي، چې بلاخیره د ورځپاڼې په وینا د یوې بلې کورنۍ جګړې اسباب برابرولې شي.

خدمتګار وړاندې افغان دولت ته سپارښتنه کړې، چې د سولې د هڅو د ګړندي کولو لپاره باید ژر تر ژره په هېواد کې د باور بحران او روانه جګړه پای ته ورسوي.

ورځپاڼې په ورته وخت کې په یو جلا مطلب کې بیا دا خبر ورکړې، چې افغاني ښکیلې ډلې په راتلونکې لمریز کال کې په ایران کې جرګه کیږي.

خو ورځپاڼه لیکي ایراني لوري، چې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو په پوځي او مالي ملاتړ تورن دې دا نه دي ویلي، چې د سولې د عالي شورا پلاوې ورځي او که هلته کومه جرګه جوړیږي.

افغان جرګه:

افغان جرګې نا دولتي ورځپاڼې بیا که څه هم د خپلې سرلیکنې زیاته برخه په افغانستان کې د عامه خلکو مرګ ژوبلې ته ځانګړې کړې، خو په هېواد کې د سولې د روانو هڅو لپاره د نړېوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ملاتړ ضروري بللې.

ورځپانه لیکي، چې نړېواله ټولنه باید دا هڅې په خپل ملاتړ سره بریالۍ کړي او د سمیې په هېوادونو دې فشار راوړي، چې خپلې لاس وهنې بندې کړي او په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې مثبت رول ولوبوي.

افغانستان نا دولتي ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه تر ډیره په افغانستان کې د بې ګناه انسانانو وژلو او د سولې هڅو ته ځانګړې کړې.

ورځپاڼه لیکي، چې له تیرو څو کلونو لیدلې کیږي، چې دې دوو مواردو د افغان دولت او خلکو ذهنونه مصروف ساتلي.

ورځپاڼې وړاندې د دې موادو په اړه د افغان دولت او نړېوالو په دریځونو بحث کړې، چې له یو بل سره ډیر توپیر لري.

ورځپاڼه لیکي، چې همدې مسئلې افغان ولس اندیښمن کړې، چې ښایی دا ډول دریځونه بلاخیره د سولې د راتګ مخه ونیسي او په هېواد کې د جګړې د دوام سبب شي.
XS
SM
MD
LG