د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۹

د پجوايي په عملیاتو کې خلکو ته پراخ مالي تاوان رسیدلی


نړېوالو چاپي خپرونو د افغانستان په اړه بېلابېلې مقالې او تحلیلونه خپاره کړي چې لنډیز رضوان مراد برابر کړی دی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د افغان او نړېوالو ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د سیمې خلکو ته د اوښتو مالي زیانونو موضوع ته کتنه کړي او لیکي:

له دې سره هیڅوک اختلاف نه لري، چې له طالبانو څخه د پجوايي د پاکولو په عملیاتو کې دغلته خلکو ته پراخ مالي تاوان رسیدلی دی.

د ورځپاڼې په وینا په پنجوايي کې د ورانیو نښې نښانې هرې خوا ته تر سترګو کیږي او په یوه سیمه کې خو یو کلۍ په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

نیویارک ټایمز زیاتوي، اوس پوښتنه داده چې ایا ناټو ځواکونه به وتوانیږي چې د تاوان په ورکولو او نوېو سرکونو په جوړولو سره د دغې سیمې د خلکو زړونه او اعتماد وګټي؟

د مقالې لیکونکی وايي، هره ورځ په پنجوايي کې کاناډايي ځواکونه د بیارغونې د کارونو پر مهال بلډ‌وزرونه او ټانکونه دروي.

نیویارک ټایمز وايي، په پنجوايي کې د وروستیو عملیاتو له امله میوه لرونکي ونۍ قطع شوي، تاکونه ایستل شوي،او فصلونه په خرابیو بدل شوي دي.

په عین حال کې بیا په ګاونډي ولسوالۍ ژیړۍ کې چیرته چې امریکايي ځواکونو طالبان له دغې سیمې وویستل، خلکو ته د تاوانونو ورکولو پروسه په لومړي سر کې په سمه توګه سرته ورسیده.

سرتیرو دغلته خلکو ته فورمې ورکړې او هغوي بیا د نړېوالو ځواکونو له مرکزونو څخه په کم وخت کې پیسې واخیستې چې د نیویارک ټایمز په وینا د سیمې د اوسیدونکو غصه يې ارامه کړه.

خو امریکايي قومندانان بیا دغلته د تاوان ورکولو په پروسه کې له ستونزو شکایت کوي او ورځپاڼې ته يې ویلي چې په ژیړۍ کې یوه جایداد ته د اوښتي زیان لپاره پینځو کسانو د تاوان ادعا کړې او ټولو د دغې مځکې د ملکیت دعوه کړې ده.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو د پلان په اړه د امریکا د دفاع د وزیر په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکي:

رابرټ ګیټس د جمعې په ورځ د واشنګټن متحدان ملامت کړه، چې د هغه په وینا له افغانستان څخه د وتلو په باب څرګندونې هغه غیر ثابت پرمختګونه له ګواښ سره مخامخوي چې په دغه جنګ ځپلي هېواد کې شوي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي، د امریکا ددفاع وزیر په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو په غونډه کې په یوې عمدي غیر دیپلوماتیکه لهجه کې پر اروپايي هېوادونو غږ وکړ، چې خپل کورني سیاستونو یوې خوا ته پریږدي او له امریکا سره په ګډه د هغه متوازن عادي حالت د ټینګولو په چاره کې مرسته وکړي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې راغلی دی.
XS
SM
MD
LG