د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

مالیې وزارت د راتلونکي کال د بودجې طرح ولسي جرګې ته وسپارله


د راتلونکي کال عادي او انکشافي بودجه دوه سوه پنځه لس اعشاریه نهه میلیارده افغانۍ ده.
د راتلونکي کال عادي او انکشافي بودجه دوه سوه پنځه لس اعشاریه نهه میلیارده افغانۍ ده.
سره له دې چې په افغانستان کې د نوي لمریزکال پیلیدو ته لږې ورځې پاتې دي، د مالیې وزیر ډاکتر عمر زاخیلوال د شنبې په ورځ د هیواد د ټولې عادي او پراختیایي بودجې طرح، ولسې جرګی ته لومړي ولوسته او بیا یې په رسمي توګه ور وسپارله.

د ماليې وزیر وویل، د بودجې په ترتیبولو کې د ټولو وزارتونو او نورو دولتي ادارو پیشنهادونه، غوښتنې او پروژې، د مجربو کارپوهانو له خوا په دقت سره سنجول شوي دي.

ډاکتر زاخیلوال، د هېواد د ۱۳۹۰ لمریزکال بودجه داسې بیان کړه:

"د راتلونکي کال عادي او انکشافي بودجه دوه سوه پنځه لس اعشاریه نهه میلیارده افغانۍ چې شاوخوا څلور اعشاریه نهه پنځوس میلیارده ډالره کیږي، په پام کې نیول شوې ده.

ملي عوايد

تیرکال مو اقتصادي وده په سلو کې څه باندې ۷ وه او هڅه کوو، سږکال دا اندازه لوړه کړو. هیله ده سږکال زموږ ملي عوایده اتیا میلیارده افغانۍ پورې پورته شي."

د مالیې وزیر داهم وویل، چې په بودجه کې داسې پلانونه هم په پام کې نیول شوي، چې په پلي کیدو سره به یې ترراتلونکي څلورو کلونو پورې د هیواد عادي بودجه د ملي عوایدو له لارې پوره شي.

زاخیلوال دا هم وویل، چې د بودجې ډېره برخه له لومړي ګام کې امنیتي ارګانونو او په دوهم کې د پوهنې چاروته ځانګړې شوې ده.
د ولسي جرګې مشر وايي، چې دمالي او اقصادي کمیسیون تر جوړېدو وروسته به پر بودجه څیړنې پیل کړو

ولسي جرګې ته د مالیې وزیر له خوا د بودجې د طرحې د سپارلو وروسته د جرګې یوشمېرغړو وویل، چې په ترتیب بودجه په اړه ډیرې خبرې کول غواړي. د جرګې غړی شکریه بارکزۍ وویل:

"تیرکال مو د ولایتونو د بودجې په ټاکلو کې ډېرې ستونزې لرلې، د ولایتونو بودجه څو ځلې مسترده شوه هیله ده په دې بودجه کې ولایتي بودجې روښانه وي، چې موږ پرې کار وکړو."

ولسي جرګه د تشکیلاتو له مخې په تلسو ځانګړو کمیسیونونو ویشل کیږي، چې کار پرې روان او تراوسه لا په بشپړه توګه جوړ شوی نه دی.

څېړنې

د ولسی جرګې ریيس وویل، د مالي او اقصادي کمیسیون د جوړېدو په حال کې دی، له جوړیدو وروسته به پر بودجه څیړنې پیل او د انتقاد وړ ټکی به یې د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

افغانان وایي په تیرکال کې د حکومت ډېر وزارتونه ونه توانیدل چې د دوی ټوله بودجه دې ولګوي، دوی وایي، له امله یې د هېواد په ډېرو سیمو کې ګڼ شمېر پروژې نیمګړې پاتې دي.

خو وزارتونه د بودجې دنه لګښت پړه پر امنیتی حالاتو اچوي.

راپور: خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG