د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

الکوزی: هیواد کې ناامنیو اقتصادي فعالیتونه په ۲۵ سلنه اغیزمن کړي


ښاغلی الکوزی وايي، وروستیو پیښو له هیواده د پانګونې د تیښتې زمینه برابره کړې.
ښاغلی الکوزی وايي، وروستیو پیښو له هیواده د پانګونې د تیښتې زمینه برابره کړې.

په افغانستان سوداګر وایي، چې وروستیو نا کراریو د دوی سوداګریزې چارې ټکنۍ کړي او زیاته اندازه کورنۍ او بهرنۍ پانګونه د تیښتې په حال کې ده.

په افغانستان کې روانې وضعې د عامو وګړو ترڅنګ سوداګر هم اندیښمن کړي او وایي، چې وروستیو پیښو له هیواده د پانګونې د تیښتې زمینه برابره کړې.

د سوداګرو له خوا دا اندیښنه وروسته له هغې ښودل کیږي، چې په څو وروستیو پیښو کې د هیواد په بیلابیلو ښارونو کې سوداګریز مرکزونه په نښه شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، چې دې پیښو په هیواد کې اقتصادي فعالیتونه په سلو کې پنځه ویشت اغیزمن کړي.

خو د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي، چې د شنبې په ورځ یې له ازادۍ راډیو سره خبرې کولې بیا ځینو نورو ستونزو ته هم اشاره کوي او وایي، چې په روان لمریز کال کې اویا سوداګر ترور او یا هم تښتول شوي.

ښاغلي الکوزي له امنیتي ادارو وغوښتل، چې د سوداګرو امنیت ته دې پام وکړي او له وسله والو مخالفینو یې وغوښتل چې سوداګرو ته دې زیان نه رسوي، ځکه د ده په وینا سوداګربې پرې خلک دي او په هېڅ ډول سیاسي چارو کې ښکیل نه دي.

افغان سوداګرو د امنیتي تدابیرو غوښتنه په داسې حال کړې، چې اوس اوس ملګرو ملتونو او د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون په خپل ګډ کلني رپورټ کې ویلي، چې د ترور او تښتونې پیښې په سلو کې اتیا زیاتې شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وایي، چې د اوس لپاره نه شي کولی دا راپور تایید او یا هم رد کړي، ځکه چې اوس مهال دا راپور تر مطالعې لاندې دی.

په څو وروستیو پیښو کې د هیواد په بیلابیلو ښارونو کې سوداګریز مرکزونه په نښه شول
د دغه وزارت ویاند زمری بشري وایي، چې دوی به د روان لمریز کال په پای کې خپل راپورونه راټول او وروسته به یې د ملګرو ملتونو له راپور سره پرتله کړي.

نوموړي د سوداګرو ستونزو ته په پام سره وویل، چې دوی په را روان لمریز کال کې د ټول هیواد د امنیت د لا ټینګښت لپاره نوي اقدامات په پام کې نیولي دي.

که څه هم په هېواد کې روانې امنیتي ستونزې ټول خلک زیانمنوي، خو د کتونکو په وینا سوداګریزو او اقتصادي چارو امنیت ته زیاته پاملرنه پکار ده، ځکه له هیواده د پانګونې تیښته به زیات اقتصادي زیانونه له ځانه سره ولري.

په داسې حال، چې افغان او نړیوال ځواکونه د امنیت د ټینګښت لپاره تل د خپلو اقداماتو خبره کوي، خو د ملګرو ملتونو او د بشر د حقوقو وروستي رپورټ یو ځلې بیا پدې برخه کې اندیښنې زیاتې کړي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG