د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

طالبان په افغانستان کې امتیاز یا برتري له لاسه ورکوي




واشنګټن پوست ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې "طالبان په افغانستان کې امتیاز یا برتري له لاسه ورکوي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې لیکې، د افغانستان له اویا زره کسیزه پوځ سره د څلویښتو زرو بهرنیو عسکرو په یو ځای کیدو سره افغان امنیتي ځواکونو زیات پرمختګونه کړي دي.

د افغان ځواکونو دا وړاندې تګ په ستراتیژۍ کې داخل شوی دی. ایتلافي ځواکونه د هلمند په شمال کې مخ په وړاندې روان دي، په کندهار کې هم لاسته راوړنې لري او غواړي خپله امنیتي ساحه تر کابله پورې پراخه کړي.

واشنګټن پوست وړاندې لیکي، د افغانستان جګړې ته د امریکا د اضافي عسکرو له رسیدو راهیسي د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیتس د لومړي ځل لپاره ویلي وو، موږ د افغانستان د جګړې لپاره ملکې او پوځي منابع او ستراتیژي لرو.

په دې توګه موږ د بري پر لار روان شوي یو. ورځپاڼه زیاتوي، رابرت ګیتس په دې باور دی، چې د افغانستان په ماموریت کې په لاسته راتلونکو هدفونوله سره غور شوی، په دې معنی چې په ګڼ میشتو سېمو کې باید د طالبانو واک ختم او توان یې په تدریجي ډول له منځه یوړل شي.

دغه راز باید د افغان ځواکونو توان هغې سطحې ته پورته شي، چې هغوی په یوازې ځان د طالبانو ګواښ دفع کړاي شي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکې: کله چې د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیتس څخه وپوښتل شول، که په سږني سپرلي کې طالب وسله وال بېرته سر راپورته کړي د دې موسم جګړه به د افغانستان له لس کلنې جګړې سره څه توپیر ولري؟

ګیتس په ځواب کې وویل، له دې وروسته طالبان د لوبې په میدان کې برلاسي نه دي بلکې ابتکار زموږ په لاس کې دی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د وسله والو له خوا د ملکیانو وژنې ته کتنه کړي او د مقالې په پیل کې لیکي:

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د ارقامو پر اساس په تېرو دوو کلونو یعنې ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې ۲۵۳۷ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۵۵۹۴ یې ټپیان دي.

د پوځ دا احصایه یا ارقام چې په ساینس مجلې کې خپاره شوي ښیي، چې د دې ملیکیانو په سلو کې ۸۸ یې د وسله والو له خوا او په سلو کی ۱۲ یې د ایتلافي ځواکونو په ړندو بمباریو او حملو کې وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو خپلواکه کمیسیون د چهار شنبې په ورځ وویل، زیاته مرګ ژوبله په ۲۰۱۰ کال کې شوې ده.

ملګرو ملتونو دا هم ویلي، تېرکال په افغانستان کې ۲۷۷۷ ملکیان وژل شوي چې د دې کسانو په سلو کې ۷۵ یې د طالبانو او نورو وسله والو په حملو کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG