د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د کندهار په عملیاتو کې ځايي خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي


لاس انجلس ټايمز:

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د يوه ويجاړ شوي کلي انځور وړاندې کړى، د يوې تحليلې مقالې په پيل کې يې راغلي:

کله چې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په تروک کلاچې سيمه کې جګړې ختمې شوې، طالب وسلوال له دې زراعتي کلي څخه ووتل، خو کلى هم ړنګ او ويجاړ شو.

تاروک کلاچه، د کندهار په شمال لوېديځ کې پروت کلى دى، چې له خټو جوړ کورونه او د انارو باغونه په کې دي، پنځه مياشتې مخکې دغه کلى د طالبانو، امريکايي او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې په نتيجه کې له خاورو سره خاورې شو.

ورځپاڼه زياتوي، له دې کلي تر دېرشو زياتې کروندګرې کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې، جوماتونه له خلکو خالي او باغونه يې سپېره شول، ورسره د اوبو لګولو زابران يا کانالونه هم وچ شول.

ورځپاڼه د سيمې وضعيت نور هم انځوروي او زياتوي، کله چې له سيمې کورنۍ په خونديتوب سره ووتې، پر تاروک کلاچې بمونه وغورځول شول. په همدې حال کې، د موثرو ګامونو پورته کول، د ويتنام د جګړې د مهال تريخ عبارت خلکو ته يادوي: ”کلي د دې لپاره وران کړئ، چې خوندي يې کړئ“

له بمبارۍ لږه شېبه وروسته، په ارغنداب ولسوالۍ کې د امريکا د پوځ چارواکو او افغان مشرانو دلته قومي مشرانو ته وويل، چې دوى به تاروک کلاچه بيا ورغوي.

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه په دې باور ده، چې امريکايي او افغان پوځيان به د تاروک کلاچې غوندې کليو کې د خلکو ذهنونه خپل کړي، افغانان به باوري شي د ولسمشر حامد کرزي غير محبوب حکومت ورته تر طالبانو غوره بديل دى.

امريکايي چارواکي وايي، دوى غواړي قرباني ورکړي او له ژمنې سره سم به د تاروک کلاچې زرغون کلي کې پاتې شي.

خو ستونزې زياتې دي، که چېرې د اداري فساد له کبله د بيارغونې هڅې شنډې شي، قبيلوي شخړې به سر پورته کړي او د زيانونو د تاوان غوښتلو او يا هم تاوتريخوالي د پراخېدو له کبله به دغه ستراتيژيکه ولسوالي، چې د کندهار پر ښار راڅرخېدلې يو ځل بيا د طالبانو د ودې په سيمه بدله شي.

سنډې ټايمز:

بلې ورځپاڼې سنډې ټايمز په افغانستان کې د فلم د صنعت پر ودې يوه مقاله خپره کړې او بيا يې د وزلوبې په باب د يوه جوړ شوي فلم په باب ليکلي:

ټاکل شوې د امريکا په مالي لګښت پر وزلوبې يو فلم جوړ شي.

د مقالې په دوام راغلي، په داسې حال کې چې خلک د کابل په يوه څنډه کې د دې عنعنوي لوبې نندارې ته راټول شوي، دوى د الله اکبر نارې وهي، په همدې حال کې د فلم امريکايي ډايرکټر يا لارښود په خپل موبايل ټليفون کې د خبرو پر مهال وويل، دا ډېره عالي ده.

د فلم لارښود سم فرنچ او د فلم پروډيوسر اريل ناصر هيله لري چې دغه فلم به يې په افغانستان کې د فلمونو توليد ته بيا ښه رنګ ورکړي، دغه هنر د تېرو لسيزو په جګړو او د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې ډېر ځپل شوى و.

د فلم ډايرکټر يا لارښود فرنچ سنډې ټايمز ورځپاڼې ته وويل:

”زه غواړم نړۍ ته وښيم چې افغانستان يوازې د جګړو هېواد نه دى، دا هېواد په هغو خلکو ډک دى چې د نورو ځايونو په څېر دوى خپل تصورات او هيلې لري“
XS
SM
MD
LG