د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۴ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۱۲

جاپان ته د څونامي څپو سخت تاوانونه اړولي


جاپان
نن په جاپان کې زوروره زلزله وشوه چې ورسره د څونامي څپې هم ملګرې شوې او د دې هېواد زياتې شمالي برخې يې زيانمې کړې.

له جاپان وروسته د ارام یا پسفیک سمندر په ټولو شاوخوا هیوادونو او ټاپوګانو کې د څونامي د خطر خبرداري ورکړل شوي خو یوازې امریکا او کاناډا ته خطر نه دی پېښ.

راپورونه وايي چې په جاپان کې د زلزلې شدت د ريښتر په حساب ٨ اعشاريه ٩ درجې دی. د امريکا د جیالوجۍ ادارې مخکې د زلزلې شدت ٧ اعشاريه ٩ اعلان کړى و.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې د څونامي څپو د ارام سمندر ډېر ټاپوګان لاندې کړي او دوی وېره لري چې د اسیا پسفیک سیمې ته به یې سخت زیانونه اړولي وي.

د اوبو څپه لس متره لوړه ده او خلک جګو سیمو ته د انتقال په حال کې دي.راپورونه وايي چې د ارام سمندر تر ډېرو ټاپوګانو د سمندر څپې لوړې شوي نو که د څپو مخه ورواوړي لاندې به یې کړي.

روسیې د څونامې د څپو د خطر له وېرې په ارام سمندر کې له خپلو ټاپوګانو یوولس زره تنه ایستلي دي.

په اندونیزیا، استرالیا، نیوزیلنډ، فلیپین او د جنوبي امریکا په هیوادونو کې هم د خطر زنګونه کړنګول شوي دي.

په ټلويزيونو کې داسې تصویرونه ښودل کېږي چې د څونامي څپو موټرونه، کورونه، بېړۍ او ونې لاندې کړي او له يوې سيمې يې بلې ته وړي. عيني شاهدان وايي چې زلزله ډېره زوروره وه.

پر ځينو ودانيو اور لګېدلى او څپې درګرده پر سيمو راروانې دي.
د امريکا د ځمکپوهنې اداره وايي، زلزله د جاپان په ختيځ ساحل هونشو کې د اته اعشاريه اته درجې په قوت سره د سمندر د تل په لس کيلومترۍ کې پېښه شوې ده.

اټکل کېږي چې د زلزلې په نتيجه کې به ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي او ډېر مالي زيان به يې اړولى وي.

د جاپان صدراعظم ناوتوکان له خلکو غوښتي چې وارخطا نه شي او د زلزلې لپاره یې یو اضطراري مرکز جوړ کړی دی.

ده همداراز خپلو خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دغه هیواد له اتومي برېښنا کوټه د اتومي موادو یا وړانګو د خپرېدو مخه نیول شوې ده.
XS
SM
MD
LG