د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

په سعودي کې مخالفینو نن پراخ اعتراضونو ته تیاری نیولی و


تېرځل معترضانو د شاهي نظام پرضد شعارونه ورکړل او د سیاسي زندانیانو د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.
تېرځل معترضانو د شاهي نظام پرضد شعارونه ورکړل او د سیاسي زندانیانو د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

په سعودي عربستان کې مخالفینو نن د جمعې ورځ په ټول هېواد کې د پراخو اعتراضونو ورځ اعلان کړې ده. دا اعتراضونه د دې هېواد د تېلو د پراخو زېرمو په لرونکې ختیځه برخه کې چې اکثر استوګن یې شیعیه مسلمانان دي په پام کې دي.

په داسې حال کې چې مخالفین په سعودي عربستان کې د مظاهرو د تنظیم لپاره په پټه له انټرنېټ څخه کار اخلي، نن جمعه دوی د نظام پرضد د غوسې د ورځې په نوم یاده کړې او په ټول هېواد کې یې د پراخو مظاهرو غوښتنه کړې ده.

معلومه نه ده، چې په څه شمېر کسان به دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي، ځکه چې په سعودي عربستان کې مظاهرو ته نه یوازې اجازه نه ورکول کېږي بلکې حتی په دې اړه فکر کول هم د حکومت او واکمنو ته د نژدې دیني عالمانو لپاره د منلو وړ نه دي.

خو تمه ده، چې له دې سره سره د مارچ د څلورمې نېټې په څېر چې په مرکز ریاض او د دې هېواد په ختیځ کې چې د تېلو پراخې زېرمې لري، مظاهرې وشوې، دا ځل به هم خلک مظاهرو ته راووزي.

تېرځل معترضانو د شاهي نظام پرضد شعارونه ورکړل او د سیاسي زندانیانو د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

جېن کېنېنمونټ


په لندن کې په چتم هاوس تحقیقاتي مرکز کې د منځني ختیځ د سیاسي چارو کارپوهه جېن کېنېنمونټ وايي، هغه اقتصادي نابرابري، چې محدوده شتمنه کړۍ له نورو خلکو بېلوي، د سعودي عربستان په ختیځو ولایتونو کې ډېره تر سترګو کېږي:

"د سعودي په ختیځو ولایتونو کې اقتصادي نابرابري په څرګنده لیدل کېږي ځکه چې د تېلو پراخې زېرمې په همدې سیمه کې دي، یعنې په ضهران او دمام کې چې د تېلو د صنعت مهم مراکز شمېرل کېږي.

په دې سیمو کې ډېره شتمني ده او ډېرو شتمنو عربانو، چې په بهر کې اوسي هم هلته پانګونې کړې دي. که تاسو د سعودي دې بېوزلو سیمو او ښارونو ته ولاړ شئ، په څرګنده به ووینئ، چې د دې هېواد شتمني عادلانه نه ده وېشل شوې."

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت له نننیو پلان شویو مظاهرو مخکې لسګونه زره امنیتي ځواکونه د دې هېواد ختیځ ته، هلته چې د نظام پرضد مخالفت اوج ته رسېدلی، واستول.

د سعودي عربستان د معارف په درسي کتابونو کې هم د شیعیه مذهب په اړه داسې اشارې شته او د جوماتونو د جوړولو په برخه کې هم پر هغو محدودیتونه لګول شوي.

کېنېنمونټ
داسې ښکاري که دا اعتراضونه د سعودي په ختیځو سیمو کې وشي، نو دا به ښايي نه یوازې د اداري فساد له وجې د خلکو له نارضایتۍ بلکې ترهغه هم له کومې ژورې مسالې یعنې په سعودي کې د فرقوي تضاد او د اکثریت سني او اقلیت شیعیه ترمنځ د توپیر له مسالې سره ارتباط ولري.

شیعیه ګان چې د سعودي د وګړو په سلو کې له لسو ترپنځلسو پورې جوړوي او ډېره برخه یې د دې هېواد په ختیځ کې استوګن دي، داسې احساسوي چې دوی ته د دوهمې درجې اتباعو په سترګه کتل کېږي.

ویل کېږي د سعودي رژیم له عبادته نیولې د مهمو دولتي مقامونو تر دندو پورې پر شیعیه ګانو یولړ محدودیتونه لګولي دي.

د منځني ختیځ د چارو د کارپوهې مېرمن کېنېنمونټ په وینا، سعودي نظام چې بنسټ یې پر وهابیت ولاړ دی شیعیه ګان بدعت غوښتونکي او مرتد ګڼي.

دا وايي چې د سعودي عربستان د معارف په درسي کتابونو کې هم د شیعیه مذهب په اړه داسې اشارې شته او د جوماتونو د جوړولو په برخه کې هم پر هغو محدودیتونه لګول شوي، آن تر دې چې زیات شمېر شیعیه ګان یا په عامه ودانیو او یا په خپلو کورونو کې عبادت کوي.

شیعیه اقلیت


د سعودي عربستان شاهي نظام ګومان کوي، چې د دې هېواد شیعیه اقلیت د عراق او ایران د شیعیه ګانو پیروي کوي، په داسې حال کې چې دوی دا تورونه ردوي.

اوس پوښتنه دا ده، چې د سعودي عربستان د شیعیه اقلیت مشران به ترکومې اندازې د عربي نړۍ د نورو سیمو له اعتراضونو څخه الهام اخیستی وي، چې پارېدلي او غواړي خپل غورځنګ رامنځ ته کړي؟

مېرمن کېنېنمونټ وايي، اوس په دې خبره پوهېدل ډېر ګران دي، چې د سعودي عربستان د شیعیه ګانو مشران به څومره منظم وي، خو نښې نښانې ښيي، چې د نوي نسل هغه مشران چې بې صبرانه بدلون ته سترګې په لاره دي، ښايي رامیدان ته شي.
XS
SM
MD
LG