د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

نامعلومو وسلوالو په ژړۍ کې د ۴مزدورانو غوږونه پريکړي


د ژړۍ ولسوال نياز محمد سرحدي دغه پېښه تایید کړې او ازادۍ راديو ته یي ویلي، چې دغه مزدور کاران د افغانستان د شمالي ولايتونو څخه راغلي کډوال دي، چې اوس مهال د ژړۍ ولسوالۍ په يوه کيمپ کې ژوند کوي.

دده په وینا وسله والو له دوي نه غوږونه پرون په داسې حال کې پرې کړي، چې دوي د خپلو کورونو په لور روان وو.

سرحدي وايي، دغه غريبکاره کسانو د يوې ودانۍ د جوړلو په پروژه کې کار کاوه .

نوموړی وايي، چې دا کار وسلوالو طالبانو کړی ځکه هغوي نه غواړي چې خلک دي په دولت کې کار وکړي، خو طالبانو بیا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادولو وړ ده چې څو مياشتې مخکې هم په ژیړۍ ولسوالۍ کې د سړک جوړلو پر کار کوونکو حمله شوې وه، چې په کې یو شمېر کارګران مړه او ژوبل شوي وو.

راپور-محمدصادق ریښتینی، کندهار
XS
SM
MD
LG