د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

هیروي:د نړېوالو ځواکونو نه همغږي د ملکيانو د مرګ لامل کیدای شي


د ولسمشرد ویاند مرستیال سیامک هیروي
د ولسمشرد ویاند مرستیال سیامک هیروي
په دې خپور شوي راپور کې حکومت ته سپارښتنه شوې، چې په جګړو کې زیانمن شوېو ته باید تاوان ورکړاې شي، له نړېوالو ځواکونو سره د ملکي مرګ ژوبلې په کمولو کې مرسته وشي او د سپین ږیرو او مخورو په همکارۍ د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.

د افغانستان په جمهوري ریاست کې چارواکي د ملګرو ملتونو او بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون دغو سپارښتنو ته په ځواب کې وایي،هڅه کوي ترڅو د ملکي مرګ ژوبلې په اړه شته اندیښنې له منځه یوسي او د تکرار مخه یې ونیسي.

د ولسمشرد ویاند مرستیال سیامک هیروي دغو سپارښتنو ته په اشارې ازادۍ راډیو ته وویل:

(د نړېوالو ځواکونو له خوا په عملیاتو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې یوازنی لامل له افغان ځواکونو سره د دوي نه همغږۍ او د افغان حکومت خبرو او لارښونو ته غوږ نه ایښودل دي.

ملګرو ملتونو چې کوم راپور خپور کړی مهمو ټکو ته یې په کې ځای ورکړی چې هغه د افغان حکومت په کارونو کې له مخکې په نظر کې نیول شوي، انشاالله په روان دوزره یولسم کال کې به موږ هڅه وکړو چې له نړېوالو ځواکونو سره همغږۍ زیاته شي او زیانمن شوېو سیمو ته د حکومت له خوا ډیره پاملرنه وشي.)

د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون او ملګرو ملتونو له نړېوالو ځواکونو او وسله والو مخالفینو څخه هم غوښتنه کړې چې په جګړو کې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.

په دغه رپوټ کې له حکومت سربیره وسله والو مخالفینو ته هم سپارښتنه شوې چې پر ملکي سیمو حملې بندې کړي او د افغانستان او نړېوالو قوانینو خلاف کړنو ته د پای ټکی کیږدي.

په دې خپور شوي راپور کې له نړېوالو ځواکونو څخه هم غوښتنه شوې، چې د عملیاتو پر مهال بې طرفه، شفافې او بشپړې څیړنې وکړي، د بشري حقونو څخه د سرغړوونکو په وړاندې اقدام وکړي او د شپې مهال په عملیاتو کې مذهبي او عنعنوي ارزښتونو ته جدی پاملرنه وکړي.

په کابل کې د ایساف ځواکونو د مطبوعاتي د فتر یوه مسول ډګرمن جان ډورین ازادۍ راډیو ته وویل، هغه څه چې د ملګرو ملتونو په سپارښتنو کې دي ځینې یې دوي له مخکې نه عملي کړي:

(ایساف له یوناما او نورو نړیوالو ادارو سره یوځای د ولسي خلکو د وژلو د ادعاو په اړه د شفافو څېړونو کار ته دوام ورکوي.

دا هغه تګ لاره ده، چې له څو کلونو راهیسې ایساف هم څارلې ده او د افغان حکومت په ګډون یې له هري ادعا په وړاندې څېړنه کړې ده، موږ هر هغه څه چې په وس مو وي کوو یې، تر څو د ولسي خلکو د وژلو مخنیوی وشي.

د شپې له خوا د عملیاتو په ګډون زموږ په ټولو عملیاتو کي له افغان حکومت سره همږغي موجوده ده، ان د ملي پوځ ځواکونه هم په کې ګډون کوي.)

د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په دې وروستیو کې د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې ترمنځ اړیکې خړې کړي دي او ولسمشر کرزي هم د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان ته ویلي، چې نور د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه بخښنه کافي نه ده او باید چې د دوي ژوند ته جدي پاملرنه وشي.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه په تیرو څو کلونو کې په ملي او نړېواله سطح مدني او حقوقي ټولنو اندیښنې څرګندې کړي او ډیر ځلې یې په جګړو کې له ښکیلو خواوو غوښتي چې په هرحال کې د ملکي خلکو ژوند ته ډیره پاملرنه وکړي.
XS
SM
MD
LG