د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

د نالوستو میرمنو لپاره د زده کړې یوه نوی دوره پرانیستل شوه


تر ډیره هغه میرمنې او انجونې، چې د زده کړې په دې دوره کې برخه لري، هیله مند دي، چې د لیک لوست په زده کولو سره به وکړای شي، چې خپلې ډیرې ستونزې هوارې کړي.

د نالوستو میرمنو او انجونو لپاره د زده کړې دا دوره د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ښځو د شورا له خوا پرانیستل شوه، چې په کې شاوخوا پنځه سووه میرمنې برخه لري.

ډیرې هغه ښځي، چې په دې دوره کې د لیک لوست د زده کړې لپاره راغلي، نالوستې میرمنې له ړندو سره تشبیح کوي او وایي، چې د دوي د شتو ستونزو سرچینه هم دغه مسئله ده.

ریتا یو له هغو ځوانو پیغلو څخه ده، چې د نا امنیو او جګړو له کبله د سواد له نعمته محرومه پاتې شوې او اوس چې ۱۸ کاله عمر لري غواړي د لیک لوست زده کړي:

(زه له هغو کورنیو هیله کوم چې خپلې لوڼې پریږدي چې ښوونځیو ته ولاړې شي او لیک لوست زده کړي چې په راتلونکي کې ورته په درد وخوري.)

ریتا وایي، چې غواړي په اقتصادي چارو کې هم له خپلې کورنې سره اوږه په
میرمن فتانه ګیلاني
اوږه کار وکړي.

د ښځو د شورا د معلوماتو له مخې په دې دوره کې، چې د یو کال لپاره دوام کوي، میرمنو ته په بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکول کیږي، چې په هغو کې حرفوي زده کړې هم شاملې دي.

دا شورا چارواکې وایي، چې په کابل سربیره په یو شمېر نورو ولایتونو لکه قندهار، پروان او ننګرهار کې هم غواړي په ورته مرکزونو که نوې دورې پیل کړي چې په ټولو کې به شاوخوا ۶۰۰ میرمنې او ۱۲ ماشومانو ته زده کړې ورکول کیږي

په ورته وخت کې میرمن فتانه ګیلاني چې د دې شورا مشرې په غاړه لري او د دې مرکز د نوې دورې د پیلېدو په مراسمو کې یي ګډون کړی وو، وایي:

چې د ښځو لوستي کول له بدمرغیو څخه د خلاصون یوازنۍ لار ده او کولای شي خپل حقوق وغواړي او دفاع ترې وکړي:

(یو ټولنه بغیر د پوهې هیڅ وخت پرمختګ نه کوي چې شاهد يي اوسنۍ افغانستان دی.)

که څه هم په تیرو نهو کلونو کې په هېواد کې ښځو ته د لیک لوست د زده کړې لپاره تر ډیره امکانات برابر شوي، خو میرمن ګیلاني بیا دا هڅې نا کافي وبللې او ويي ویل، چې بنسټیز کار نه دې شوې.

تر ډیره کتونکي هم په دې باور دي، که ښځو ته د لیک لوست زمینه برابره شي، نو دا تر ډیره د دوي د حقوقو د اعادې په برخه کې هم مرسته کولې شي.

افغان ولسمشر هم دا تاییدوي، چې اوس هم افغان میرمنې د تاوتریخوالي ښکار دي او لا هم له ناوړه حالته کړیږي.

رپورټ: مخفي عزیزي، کابل
XS
SM
MD
LG