د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

پېښور:د جنازې په مراسمو کې خونړۍ چاودنه وشوه


دا چاودنه د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال د پېښور او ادم خېلو درې ترمنځ په اديزو نومي سیمه کې د جنازې پر مهال رامنځته شوې.

امنيتي مسوولین وايي، په سلګونو تنو د اديزو په شېخ نیکه اديره کې د ځايي قومی لښکر د یوه مشر دکورنۍ غړي د جنازې لمونځ ادا کاوه چې ناڅاپه پرې چاودنه وشوه.

د شېردل خان په نوم د پېښې یو عیني شاهد خپل د سترګو ليدلی حال داسې بیانوي:

(زه د جنازې په لومړي صف کې ولاړ وم، همدا چې لومړی تکبير ویل کېده نو یو دکم عمر ځوان په صفونو ورګډ شو او چاودنه یې وکړه.

هره خوا ته خلک په وینو کې لت پت پراته ول، په لسګونو تنه زخميان شوي او لږ تر لږه شل تنه داسې ول چې فکر کوم په ټکي به وژل شوي وي.)

د پېښور ډي سي او یا د امنيتي چارو مشر سراج احمد خان هم دا يوځانمرګی برید بللی او ويلي یې دي چې د برید کوونکي اصلي هدف د اديزو سیمې د امن لښکر مشران ول چې د پېښې په ځای کې موجود ول:

(دا يو ځانمرګی برید و، ځان وژونکی پلی د لمونځ کوونکیو صفونو ته ننوتلی او چاودنه یې کړې.

که څه هم په دغه پېښه کې مې د درنې مرګ ژوبلې راپور ترلاسه کړی خو تر اوسه لا دا نه ده مالومه چې څومره خلک به وژل شوي وي.

ځينې خلک دا نیوکه کوي چې حکومت د دغې سیمې امنيت ته پاملرنه نه کوي خو تاسې پوهېږئ، چې اديزي له قبائلي سیمو سره اوږدې پولې لري ځکه نو یو څه ستونزې شته.)

سراج احمد خان دا منلې چې په چاودنه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په وینا یې د کره شمېرې په اړه لا مالومات نه لري بل خوا په سیمه کې د پولیسو یوه مشر عبدالکلام د ۳۴ تنو د وژل کېدا او تر پنځوسو ډیرو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د پولیسو د مالوماتو له مخې د یو شمېر ټيپانو روغتیايي وضعه نازکه ده او ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ شي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې تحريک طالبان پاکستان د دغې چاودنې مسووليت منلی خو نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

اديزي د پېښور جنوب ختيځ لور ته په شاوخوا شل کيلومترۍ کې پرته نیمه قبائلي سیمه ده چې له ادم خېلو درې او د خيبر ایجنسۍ له باړې سره پولې لري، څو کاله وړاندې وروسته تر هغې چې په باړه کې د لشکر اسلام په نوم مذهبي ډلې غوښتل د خپلو فعالیتونو لمن تر شاوخوا سیمو وغځوي د اديزو اوسېدونکیو د هغوي د مخنيوي په هدف قومي امن لښکر جوړ کړ.

په دې موده کې د دواړو خواوو ترمنځ څو وارې خونړۍ نښتې شوي چې له امله د یاد لښکر ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي.

که څه هم حکومت دا مني چې د اديزو قومي لښکر په سیمه کې د سخت دريزو د فعالیتونو په مخنيوي کې د پام وړ رول لوبولی خو د دغه لښکر مشران وايي چې په تش لاس د طالبانو او نورو سخت دريزو مخې ته درېدلي خو د حکومت له خوا ورسره هېڅ ډول مرستې نه کېږي.

تېره اونۍ د دې لښکر مشر دلاورخان ګواښ وکړ، چې که حکومت یې ستونزو ته پاملرنه ونه کړي نو په خپل دريځ به له سره غور وکړي.

کارپوهان وايي، حکومت چې د امن په ټینګولو کې پاتې راغلی باید له دغو لښکرو سره مرستې وکړي، څو وکولی شي د بدامنۍ په مخنيوي کې رغنده چارې ترسره کړي.

مجيب الرحمان انګار،پیښور
XS
SM
MD
LG