د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

امریکا چمتو ده چې له افغانستانه خپل سرتیري وباسي


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس د وروستي سفر په اړه یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کي یي راغلي:

رابرت ګیتس د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل، متحده ایالات پوره چمتو دي چې د روان کال جولای میاشت کې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو ایستل پیل کړي.

ده دا هم وویل، ښه ښایسته شمېر امریکایي عسکر به په افغانستان کې پاتې وي او په دې اړه له افغان چارواکو سره خبرې کوي، چې له ۲۰۱۴ کال اخوا هم په دې هېواد کې خپل پوځي حضور وساتي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: د امریکا دفاع وزیر ونه ویل، چې څه شمېر عسکر به له افغانستان څخه وباسي خو له شرایطو او حالاتو څخه داسې بریښي چې د جولای میاشت کې به له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو وتل په ستر شمېر کې نه وي.

نیویارک ټایمز لیکي: د متحده ایالاتو دفاع وزیر رابرت ګیتس په افغانستان کې د امنیت په برخې کې وروستیو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل:

په ټول افغانستان کې لاسته راوړنې ډېرې زیاتې او مهمې دي. ده وویل، په کندهاراو هلمند ولایتونو کې امنیت ښه شوی او دغه راز د هېواد په ختیځ کې د پاکستان پولي ته نږدی سېمو کې هم د امنیت په برخو کې پرمختګ شوی دی.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي: د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیتس په باګرام کې د امریکایي ځواکونو پوځي اډې کې هم عسکرو ته ورته خبرې وکړې او زیاته یي کړه:

تاسې پوهیږۍ چې سخت ژمی مو تېر کړ، راتلونکی سپرلی او اوړی به هم ډېر سخت وي، خو تاسې زیات پرمختګ کړی. فکر کوم تاسې له خپلو افغان ملګرو سره ثابته کړه چې ستاسي هلې ځلې کار ورکوي.

نیویارک ټایمز لیکي: رابرت ګیتس له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو او حضور په اړه وویل، په راتلونکي اوونۍ کې به یو امریکایي هیئت کابل ته لاړ شي او د “امنیتي مشارکت” په اړه به له افغان چارواکو سره خبرې وکړې.

ده دا هم وویل، له دغې نېټې وروسته به د نن په پرتله په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لږ شمېر عسکر دېره وي.

انډپنډنټ:


انګلستان چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د مارچ اتمه او په نړۍ کې د ښځو ونډه او فعالیتونه یاد کړي، په پیل کې یي د ورځپاڼې سروي ته اشاره کړي او لیکي: ښځو په ټولې نړۍ کې د پارلمانونو زیاتې څوکۍ خپلې کړی دي.

په ځینو هېوادونو لکه جنوبي افریقا او ایرلند کې ښځې په سیاسي او ټولنیزو ډګر کې له نارینه و سره مساوي شوې او په رواندا کې ښځې په نارینه و اکثریت دي.

ورځپاڼه لیکي: په انګلستان کې د پارلمان په هرو څلورو وکیلانو کې یوه یي ښځه ده او په دې اړه باید زیات کار وشي.

انډپنډنټ زیاتوي، سویډن، فنلنډ او ناروي د ښځو د فعالیت او ونډې په کار کې په نړۍ کې لسم مقام لري او دغه راز کیوبا، بیلجیم، موزمبیق او انګولا هم هغه هېوادونه دي چې د ښځو برخه په کې ډېره عالي ده.

ورځپاڼه لیکي: انګلستان، د ښځو د سیاسي او ټولنیز فعالیت په کار کې په نړۍ کې ۵۳ م مقام لري او دا هېواد په دې اړه له ازبکستان ، اریتیریا او چک جمهوریت سره نږدې دی.

انډپنډنټ ورځپاڼه وړاندې لیکي: په افغانستان کې د پارلمان ښځینه وکیلانو په دې هېواد کې د ښځو لپاره د امن کورونو یا شیلټرونو د تړلومسله نړېواله کړه.

شینکۍ کړوخیل چې په ۲۰۰۶ کال کې ولسې جرګې ته انتخاب شوی وه ، د هغو شیعه نارینه وکیلانو پر ضد یي د اعتراض غږ پورته کړی و، چې غوښتل یي د ښځو حقونه محدود کړي.

ورځپاڼې د بامیان د والي حبیبه سرابي نوم هم یاد کړی او لیکي، نوموړي په افغانستان کې یوازینۍ ښځینه والي ده.

ورځپاڼې د میرمن سرابي دا خبره راخیستی چې وایي، دا مهال د بل هر ځای په پرتله په بامیان کې د ښځو غږ په اسانۍ سره اوریدل کیږي.

په دې ولایت کې د ښځو لپاره زیات فرصتونه برابر شوي او زیات درناوی یي کیږي.
XS
SM
MD
LG