د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

کرزی:راتلونکې لمریز کال به ډیر حساس او سخت کال وي


د افغانستان ولسمشر پر بهرنیو موسېسو او ځواکونو باندې خپلو سختو انتقادونو ته زور ورکړی، د رویټرز خبرې اژانس لیکې،ولسمشر کرزي پرون په کابل کې وویل چې دوې یې د حکومت په لاره کې خنډونه جوړ کړي او د ملکي خلکو د وژني سبب کیږي چې دا مسله د منلو وړ نه ده.

د افغانستان ولسمشر په داسې حال کې دا خبرې وکړې، چې هېواد ته یې د متحد ایالاتو د دفاع د وزیر د سفر دوهمه ورځ وه. ګیټس په افغانستان کې د امنیتي پرمختګونو د ارزونې لپاره افغانستان ته تللی.

ولسمشر کرزی وايي، د پوځې عملیاتو پر مهال د ملکي خلکو تلفات د افغانستان او امریکا ترمنځ د لانجې لویه منبع ده .

افغان ولسمشر یو ځلي بیا په دې خبرې ټینګار وکړ، چې د افغان حکومت سره موازی ادارې لکه خصوصي امنیتي شرکتونه او د ولایتي بیا رغوني ډلې د حکومت د کارونو په لاره کې خنډ جوړوي .

ولسمشر کرزي چې د ښځو د نړېوالې ورځ په مناسبت په کابل کې خبرې کولې وویل، چې راتلونکی کال به ډیر حساس او ډیر سخت وي.

د هغه په وینا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو مسله او همدا شان له امریکایي ځواکونو افغان پوځیانو ته د واک سپارلو خبره به د دې ستونزو په ډله کې وي.

ټاکل شوې، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د واک د سپارلو پروسه په راتلونکې میاشتو کې پیل شي.

ولسمشر کرزي ویلي، چې تر ۲۰۱۴ ميلادي کاله به د افغانستان پوځ او پولیس ځواکونه د دې توان ولري چې خپله امنیتي مسوولیت په غاړه واخلي .

د اسوشیتد پرېس د راپور له مخې ولسمشر کرزی په نظر کې لري چې د امنیت د مسوولیت د انتقال چاره په لومړنیو ولایتونو کې سر له نوروزه پيل کړي.

تمه کیږي، چې دا پروسه لومړي له هغو ولسوالیو او ولایتونو پیل شي چې نسبتا ارامه دي او په کې افغان ځواکونه او پولیس ډیر نفوذ او کنترول لري .
XS
SM
MD
LG