د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

بیا پر جنوبي وزیرستان برید شوی


د ځايي دولتي مسوولينو د معلوماتو له مخې دغه برید د سې شنبې په ورځ ماښام مهال د جنوبي وزيرستان پر یوه لرې پرته سیمه کې د وسله والو پر یوه پناه ځای شوی.

په سیمه کې یوه دولتي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي، چې بې پيلوټه الوتکو د جنوبي وزیرستان په لنډي ډوګ نومي سیمه کې د فضل کريم نومي ځايي اوسېدونکي پر هوجره څو توغندي وتوغول چې په وینا یې پېنځه تنه وسله په کې ووژل شول او درې تنه نور یې سخت ټپيان شول.

سرچینه د فضل کريم په اړه وايي، چې نوموړی د ملانذير په مشرۍ د ځايي طالبانو د یوې ډلګۍ قوماندان دی.
ازاد خبريال احسان داوړ له سیمې نه د ټیليفون پر لیکه ازادۍ راډیو ته وویل، چې په برید کې د په نخښه شوي کور ډيری برخه نړېدلی خو د وژل شوېو هويت لانه دی څرګند :

ځايي دولتي مسوولينو هم د په نخښه شوېو کسانو د هويت په اړه بې خبري ښودلې،خو یوې بلې باخبره سرچینې ازادي راډيو ته وويل چې د برید پر مهال په یاد کور کې یوشمېر بهرني وسله وال هم موجود ول.

نوموړی وايي، د جنوبي وزیرستان په ځینې لرې پرتو سیمو کې پر عربو سربېره د منځنۍ اسیا او ځينې نورو هېوادونو نامالوم شمېر جنګيالي اوسېږي چې ګومان کېږي په نخښه شوي کسان د همدې ډلو خلک ول.

سرچینه زیاتوي د افغانستان پولې ته څېرمه لنډي ډوګ چې د جنوبي وزیرستان د مرکز واڼه لويديځ لور ته موقعیت لري یوه له هغو سیمو ده چې په سیمه کې د پاکستاني پوځ تر عملیاتو وړاندې یو زیات شمېر بهرني جنګيالي په کې اوسېدل.

جنوبي وزیرستان تر شاوخوا دوو کالو وړاندې پورې د طالبانو او القاعده جنګيالیو تر ټولو خوندي مرکز ګڼل کېده،خو وروسته تر هغې چې پاکستاني پوځ په سیمه کې د هغوي پر ضد پوځي عملیات ترسره کړل داسې ويل کېږي چې په زرګونو تنه کورني او بهرني وسله ورڅېرمه شمالي وزیرستان ته کډه شول.

خو ځينې لويديځې رسنۍ بیا لا هم په دغه سیمه کې د بهرنیو وسله والو د موجودیت ادعاوې کوي.
XS
SM
MD
LG