د امريکا دفاع وزير تيره ورځ ناوخته د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې يو شمېر سيمي د نږدې وليدلې.
دغه ولسوالۍ په تير دوبي کې د اميد په عملياتو کې تصفيه شوه، د امريکا دفاع وزير رابرټ ګيټس لومړی ځل د دغه ولسوالۍ مرکز ته ولاړ او هلته يي د ولسوال او نورو چارواکو سره وليدل .
نوموړي په دغه ليدنه کې يو ځل بيا د خپل هېواد پر مرستو ټينګار وکړ او زياته يي کړه، چې هېواد به يي د اوږدې مودې لپاره د افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دغه راز رابرټ ګيټس په دغه سفر کې د ارغنداب ولسوالۍ تابين کلي ته هم سفر وکړ او هلته يي د محلي پوليسو څخه ليدنه وکړه.
تابين د کندهار يوازیني سيمه ده، چې په لومړي ځل په کې ١٧٠ تنه محلي پوليس تشکيل شوي.
د امريکا دفاع وزير وويل، چې دوي به د محلي پوليسو پر تجهيز او تقوې زيات تمرکز وکړي.
ځکه د ده په خبره چې محلي پوليس د سيمې سره بلد دي او په ډير ښه ډول کولای شي چې امنيت وساتي:
(دې سيمې ته زموږ د سفر هدف دادی، چې خپل د سرتيري حال واخلو او د دې ترڅنګ محلي پوليس وګورو.
د محلي پوليسو په ارتباط وايم، چې هغوي په ډير ښه ډول کولای شي، چې خپلې سيمي وساتي ځکه محلي پوليس په سيمه کې تر بل ډول کسانو د خپلو خلکو رواجونو او کلتور سره ډير بلد دي.)
د يادولو وړ ده، چې له دې مخکې د امريکا دفاع وزير په کابل کې له ولسمشر کرزي او په باګرام کې يي د خپلو سرتيرو سره هم ليدلي وه.
راپور-محمدصادق رښتينی، کندهار