په داسې حال کې چې د لیبیا د مشر معمر قذافي پلویو ځواکونو د وسله والو مخالفانو پرمورچلو په وروستیو کې حملو ته زورورکړی او پکې له هوایي ځواکه هم کاراخلي، نړیوال هڅه کوي چې د لیبیا د یوې برخې هوایي قلمرو د پرواز ممنوعه قلمرو اعلان کړي.
نړیواله ټولنه په دې توګه غواړي چې د لیبیا دمشر پر مخالف ځواک د هوایي حملو مخه ونیسي.
په دې ترڅ کې د اسلامي کنفرانس سازمان هم نن په غونډه کې د نړیوالی ټولنې ددغی غوښتنې ملاتړوکړ.
د دې سازمازمان مشر اکمال الدین احسان اوغلو د سعودي په جدی ښار کې ددې سازمان په بیړنۍ غونډې کې وویل چې موږ د ملګروملتونو له امنیت شورا څخه غوښتنه کوو چې په دې برخه کې دې خپل مسولیت پرځای کړي.
د اسلامی کنفرانس سازمان ۵۷ غړي لري.
د ناټو عمومی منشی اندرس فوګ راسموسن هم په دې ټینګار کړی چې ملګروملتونه دې پرپروازونو د بندیز لګولو یو زون ته اجازه ورکړي.
په لیبیا کې پر پروازونو د ممنوعه زون د رامنځ ته کولو له هڅو سره په يوه وخت کې د لیبیا د مشر معمر قذافي پلویو هوایي ځواکونو نن هم د تیلو په مهم بندري ښار راز لاونوف کې د وسله والومخالفانو پرمورچلو نوې حملې کړي دغو ځواکونو همداشان طرابلس ته نژدې د بن جواد ښارله مخالفانو بیرته نیولی دی.
د لیبیا د بهرنیو چارو وزیرموسی کوسا پرون په طرابلس کې بهرنیو خبریالانو ته په یوه خبري کنفرانس کې پرامریکا او یوشمیر نوروغربي هیوادونو تورولګاوه چې د مخالفانو په ملاتړ سره غواړي چې لیبیا تجزیه کړي.
هغه وویل لویو قدرتونو د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې او بریتانیا د لیبیا پرضد د سیسه جوړه کړې او د لیبیا په ختیځ کې یی له یاغیانو سره تماس نیولی:
(( دا په دې مانا ده چې د لیبیا د تجزیه کولو لپاره یوه دسیسه جوړه شوې.))
روسیه چې د ملګروملتونو د امنیت شورا دایمې غړې ده، په لیبیا کې د بهرني پوځي مداخلې په وړاندی مخالفت څرګند کړی دی.
د ملګروملتونو د امنیت شورا بل دایمي غړي چېن ویلي چې دا هیواد غواړي چې پرلیبیا د ملګروملتونو د امنیت شورا لګول شوي پریکړه لیک چې په روانو ناامنیو کې له ښکېلو ټولو خواو غواړي چې دغه بحران د خبرو او نورو سوله ییزو لارو پای ته وروسوي، عملي کړي.
چېن پرلیبیا د وسلو پلورلو او نورو بندیزونو چې پکې د دې هیواد مشر معمر قذافي او د هغه نژدې کړۍ په نښه شوې، ملاتړکوی. په لګول شویو بندیزونو کې دغه راز غوښتنه شوي چې پرمخالفانو د قذافي پلویو ځواکونو د ځپونکو اقداماتو مسله دې د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندی شي.
بریتانیې او فرانسې هڅی پیل کړي چې د ملګروملتونو امنیت شورا په لیبا کې د پروازونه ممنوعه زون رامنځته کړي.
په همدې حال کې ملګروملتونو ویلي چې شاوخوا یومیلیون کسان چې له جګړو تښتیدلي یا د هیواد دننه بې ځایه شوي، بشری مرستو ته اړتیا لري.