د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

جوبایډن به له روسيي او نورو هېوادو سره د اړیکو د ښه کولو په اړه خبرې وکړي


د امریکا د ولسمشرمرستیال جو بایډن د فنلنډ په مرکز هلسنګي کې دی او د دغه هېواد له صدراعظم او ولسمشر سره به خبرې وکړي. بایډن به دغه راز روسیې او مالدووا ته هم لاړ شي.

جو بایډن د دوشنبې په ماښام هلسنکي ته ورسید او نن به د فنلنډ له جمهور رییس تاریا هالوونین او صدراعظم ماري کیفنیمي سره وګوري.

فنلنډ په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰ عسکر لري او سپینې ماڼۍ ویلې، له دغه هېواد سره به د افغانستان د جګړې، اروپایي اتحادیي او د زرغوني ټکنالوژۍ په ګډون په زیاتو او پراخو مسلو خبرې وکړې، فنلنډ د زرغوني ټکنالوژۍ مخکښ هېواد دی.

ښاغلی بایډن به له فنلنډ څخه روسیې ته لاړ شي او د چهارشنبې په ورځ به په مسکو کې د متحده ایالاتو په سفارت کې له یو شمېر امریکایي سوداګرو سره د غرمې ډوډۍ وخوري.

د امریکایي سوداګرو ډله به د پنجشنبې په ورځ سلواکیا ته لاړه شي او له روسې سوداګرو سره به په یوه ګردي میز کي بحثونه وکړي. ټاکل شوي چې ښاغلی بایډن به د چهارشنبې ماښامنۍ د روسیې له جمهور رییس دیمتري میدودیف سره وخوري.

بایډن به د پنجشنبې په سهار د روسیې له صدراعظم ولادمیر پوتین سره وګوري او دغه راز به د روسیې د حکومت له مخالفو مشرانو سره جلا کتنه وکړي.

د امریکا د جمهور رییس مرستیال به په روسیې کی د خپل سفر په وروستۍ ورځ د مسکو په دولتي پوهنتون کی د امریکا او روسیې د اړیکو په اړه وینا وکړي.

جوبایډن به د جمعې په ورځ مالدووا ته لاړ شي او د هغه هېواد له سرپرست جمهور رییس او صدراعظم سره به هم وګوري. ښاغلی بایډن به د اروپا بي وزلې هېواد مالدووا چارواکو ته په وینا کې دا پیغام ورکړې چې، متحده ایالات په دې هېواد کې د روانو ډموکراټیکو او اقتصادي بدلونونو ملاتړ کوي.

د جو بایډن امنیتي مشاور ټوني بلینکن وایي، مسکو ته د جمهور رییس د مرستیال د سفر هدف د امریکا او روسیې د اړیکو د ښه کولو لپاره د جمهوررییس بارک اوباما د ۲۰۰۹ کال د ژمنو بیا کتنه ده، بلینکن وایي:

(نن، دوه کاله وروسته د روسیې او امریکا د اړیکو د بیرته تنظیمولو مهمي او عملی نتیجی وینو.

په دې کې د هستوي وسلود کمولو ستراتیژیک تړون، د سوله اېزې هستوي همکارۍ تړون، د افغانستان، ایران او شمالي کوریا په اړه د همکارۍ مسایل شامل دي او جمهور رییس اوباما دا بریالیتوب بولي.

د جمهور رییس مرستیال دا سفر د لاسته راوړنو او د راتلونکو هېلو د جاج اخیستني لپاره یو فرصت دی.)

تمه ده چې جوبایدن به د روسیې له جمهور رییس میدودیف او صدراعظم پوتین سره په خبرو کي د دفاعي توغندیو مسله هم یاده کړي.

روسیې د واشنګټن له هغه پلان سره سخت مخالفت ښودلی چي غواړي په مرکزي اروپا کې د توغندیو دفاعي سیستم ولګوي.
XS
SM
MD
LG