په هېواد کې د غلې دانې د حاصلاتو د زیاتولو د هڅو په لړ کې د کرنې وزارت غواړي چې د شولو د کرکیلي پروژې د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې پیل کړي.
د جاپان د جائیکا موسېسه غواړي له یادې پروژې سره مالي او مسلکي مرستې وکړي.
د دې پروژې تړون د سې شنبې په ورځ د افغانستان د کرنې د وزیر محمد اصف رحیمي او په هېواد کې د جاپان د سفیر ریچـیرو تاکاهاشي ترمنځ لاسلیک شوه.
ښاغلي رحیمي وویل، دا پروژه به تر پنځو کلونو پورې دوام وکړي په هېواد کې به د وریجو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راول:
(دا پروګرام چې نن يي اعلانوو ۵ کاله دی، ارزښت يي له ۱۱ میلیونو ډالرو څخه زیات دی .
د کونړ،لغمان،کندز،تخار،بغلان،بلخ او هرات په ولایتونو کې به پیل شي او هغه ازموینی به په کې ترسره شي چې د ننګرهار په ولایت کې ترسره شوي دي.)
په پرمختللي سیستم کې د شولو د کرلو پروژه د جاپان د جائیکا د موسېسې په مالي او مسلکي مرسته، درې کاله دمخه د لومړي ځل لپاره د ننګرهار ولایت په مرکز او اتو ولسوالیو کې پیل شوه.
افغان او جاپاني متخصېصینو ویل، څرنګه چې یادې پروژې په ننګرهار ولایت کې ښې لاسته راوړنې لرلې ځکه غواړي چې دا ځل یي د ننګرهار په ګډون د هېواد په اوو شمالي ولایتونو کې هم پیل کړي.
په افغانستان کې د چاپان سفیر (( ریچیرو تا کا ها شي )) وویل، جاپان هڅه کوي چې، په افغانستان کې د غلې دانې د حاصلاتو د زیاتولو لپاره، له ډیرو سودمنو تجربو کار واخلي.
د جاپان سفیرژمنه وکړه، چې له دې پروژې سره به تر پنځو راتلونکو کلونو پورې مالي او مسلکي مرستې جاري وساتي:
(ددې پروژې کارپه ۲۰۰۷کال کې پیل شوی او ښه پرمختګ يي کړی.
دا پروژه د وریجو بېلابېلې بڼې تشخیصوي چې کومه بڼه د کوم ولایت له اوبو او هوا سره سمون خوري.
موږ به په راتلونکي کې هم له دغو پروژې سره مرسته وکړو.)
مسئولینو زیاته کړه، اوس مهال له هرهکتار کروندې څخه شاوخوا دوه نیم ټنه وریجي ترلاسه کیږي، خو هیله ده چې دا پروژه وکړای شي د دې حاصلاتو اندازه له هرهکتار څخه څو برابره زیاته شي، خو افغان بزګر وايي:
سره له دې چې دا پروژه بزګر د شولو د کښت له نوېو چارو سره بلدوي خو په ډیرو سیمو کې اوس هم د اوبو رسولو منظم سیستم نشته او کافي تخنیکي وسایل هم نه لري،د دې ترڅنګ بزګر له دولت څخه د پورو د اخیستو هیله هم لري.