د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

ځواک:د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره یو نړېوال کنفرانس ته اړتیا شته


د افغان څیړنیز مشورتي مرکز مشر غلام جیلاني ځواک
د افغان څیړنیز مشورتي مرکز مشر غلام جیلاني ځواک
په کونړ ولایت کې د نړېوالو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د ملکي خلکو د وژلو پر وړاندې د غبرګونونو په ترڅ کې افغان څیړنیز مشورتي مرکز افغان دولت ته سپارښتنه وکړه چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دې یو نړېوال کنفرانس را وغواړي.

د افغان څیړنیز مشورتي مرکز مشر غلام جیلاني ځواک د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، بهرني ځواکونه باید د افغانانو ژوند ته هم هماغه اهمیت ورکړي چې د خپلو هېوادونو د خلکو ژوند ته یې ورکوي او دا موضوع دې په یوه نړېوال کنفرانس کې مطرح شي:

(نړې دې مجبور کړای شي چې په افغانستان کې د انسان ژوند ته احترام وشي.)

ښاغلي ځواک د کونړ په غازی اباد ولسوالۍ کې د شاوخوا څلورشپیتو ملکیانو او په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې د نهو ماشومانو د وژنې د پېښو په اړه د تحقیقاتي پلاوی غړی هم و.

هغه د نړېوالو ځواکونو هغه خبرې رد کړې چې وايي، د ملکي خلکو وژنه د ناسمو استخاباراتي معلوماتو او یا هم تخنیکي ستونزې له امله رامنځ ته کیږي او ادعا یې وکړه، چې یاد شوي خلک د مشخصو اهدافو لپاره وژل شوي.

خو د نړېوالو ځواکونو چارواکو تل ویلي، چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره پوره هلې ځلې کوي او په ځینو مواردو کې یې پړه پر وسلوالو مخالفینو اچولې چې له ملکي خلکو نه د سپر په توګه کار اخلي.

بل خوا په کابل کې د کونړ د قومونو د یووالي شورا له نړېوالو ځواکونو وغوښتل، چې د یادو شوېو پېښو عاملين دې محاکمه کړي او یا دې د وژل شوېو خلکو وارثانو ته فدیه ورکړي او بخښنه دې ترې وغواړي.

د دې شورا رئیس رئیس ګل اغا حسیني په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل:

(زموږ د کونړونو اخري خبره داده موږ د ملي او نړېوال قانون په مطابق مخکې ځو او که دوي هیڅ قوانین نه مانه نو موږ مجبور یو چې ټوپک ته لاس کړوچې ترڅو د ظلم مخه ونیسو. )

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له هوايي عملیاتو سربیره ګڼه ملکي مرګ ژوبله د وسلوالو مخالفینو په بمي چاودنو او ځان وژونکو حملو کې هم رامنځ ته کیږي.

د افغانستان حکومت او خلکو په بیا بیا په جګړې کې له ښکیلو خواوو غوښتي چې په خپلو عملیاتو کې دې د ملکي خلکو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.

د کونړ له پېښو وروسته د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان ته د ولسمشر حامد کرزي پیغام هم تر پخوا جدي بللی شوی، چې ویلي یې دي، نور د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه یوازې بخښنه غوښتل د خلکو درد نشي دوا کولای.
XS
SM
MD
LG