د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲ وری ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۲۲

په پنجاب کې د ای اس ای دفتر ته څېرمه چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې


د پنجاب امنيتي مسوولین وايي د فیصل اباد ښار په چاودنه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه چاودنه د سې شنبې په ورځ شاوخوا پر یوولسو بجو په هغه سیمه کې رامنځته شوې چېرته چې د ای اس ای د سیمه ييز دفتر په ګډون د یو شمېر مهمو دولتي او نا دولتي موسېسو نمایندګۍ موجودیت لري.

په سیمه کې د پولیسو یوه مشر رانا ریاض رسنیو ته ويلي، چې چاودنه د تیلو او ګازو په هغه سټيشن کې رامنځته شوې چې د ای اس ای له سیمه ييز دفتره يواځې څو متره لرې واقع دی.

نوموړي ويلي که څه هم په دغه چاودنه کې د آی اس آی ددفتر ودانۍ سرسري زیانمنه شوې خو په وینا یې کارکوونکیو ته یې دسرزیان ندی رسېدلی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په دغه چاودنه کې شل تنه وژل شوي او تر سلو ډير ټپيان دي خو رانا ریاض دغه شمېره نه مني او وايي چې یواځې اته څلوېښتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ،نوموړي په دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې وويل :

(چاودنه د ګازو په سټين کې رامنځته شوې،زموږ د مالوماتو له مخې تر اوسه پورې ۱۳ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي،خو په خواشينۍ سره به ووایم چې د یوشمېر ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی او امکان لري چې دمرګ ژوبلې اصلي شمېره نوره هم زیاته شي.

سټيشن په بشپړه توګه له منځه تللی او ورسره شاوخوا ځینې ودانۍ هم زیانمنې شوي چې ځينې یې پکې څه ناڅه نړېدلي دي)

رانا ریاض د چاودنې د څرنګوالي په اړه ویلي چې تر اوسه دا نده ثابته شوې چې دا یوځانمرګی برید و، موټر بم حمله او که د ګازو په سټيشن کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي مواد،خو نوموړي دا یو تروريستي برید بللی چې په وینا یې دبرید کوونکي اصلي هدف د آی اس آس او څېرمه څو نور دفترونه ول.

د استخباراتو پر دفتر دغه حمله په داسې حال کې شوې چې له دې وړاندې هم په پېښور او د پنجاب په ځینې برخو کې پر یادو ودانیو ورته بریدونه او چاودنې شوي.

سره له دې چې له تېرو څو کلونو راهیسې د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې دغه ډول پېښې زیاتې شوي خو په فیصل اباد کې د خپل نوعیت دا لومړۍ چاودنه ده.

راپور-مجیب انګار،پیښور
XS
SM
MD
LG