د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

ګېټس:امریکا په افغانستان کې د دايمي اډو جوړولو ته لېوال نه دی


د امريکا دفاع وزير رابرت ګېټس وايي، دا هېواد په افغانستان کې د دايمي اډو جوړولو ته لېوال نه دی.

ګېټس چې پرون ماسپښين له ولسمشرکرزي سره په ارګ کې له کتنې وروسته په يوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، وويل:

(د امريکا متحد ايالتونه په يو ډول په دې مهم ستراتيژيک هېواد کې اوږد مهال پوځي حضور ته تيار دي.)

ده پر هغه پروګرام ټينګار وکړ، چې پر اساس يې د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو حربي عمليات پای ته رسېږي.

رابرت ګېټس همدا راز وويل، چې د ناټو ځواکونو له خوا په هوايي بريد کې د نهو افغان ماشومانو د وژلو په خاطر بخښنه غواړي او کرزي د ده بخښنه منلې ده.
XS
SM
MD
LG