د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

ایساف:افغانستان ته اوس هم له ګاونډېو وسلې قاچاق کیږي


د نړېوالو سوله ساتو ځواکونو ویاند جوزیف بلاټس
د نړېوالو سوله ساتو ځواکونو ویاند جوزیف بلاټس
په افغانستان کې نړېوال ځواکونه وايي، داسې شواهد لري، چې اوس هم افغانستان ته له ګاونډېو هېوادونو څخه وسلې را قاچاق کیږي.

د نړېوالو سوله ساتو ځواکونو ویاند جوزیف بلاټس د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته په خپلو خبرو کې د افغانستان او ایران پر پوله د وسلو او نشه يي توکو قاچاق ته اشاره وکړه.

خو ده وویل، داسې اسناد نه لري، چې په دغو چارو کې د ایران د حکومت لاس وښيي:

“بلې موږ د افغانستان او ایران پر پوله د وسلو او نشه يي توکو د قاچاق شواهد لرو.

موږ دې مسئلې ته ځان رسوو، افغان او نړېوال ځواکونه د دې توان لري، چې د افغانستان په پولو کې دغه ډول پېښې را کمې کړي.

داسي شواهد نه شته، چې په دغه مسئله کې د ایران د حکومت لاس لرل وښيي.”

په افغانستان کې نړېوالو ځواکونو څو ځله ایران د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره په مرسته تورن کړی دی.

تر دې پخوا د افغانستان په لویدیځ کې امنیتي چارواکو د ایران له خوا د جوړو شوو وسلو او مهماتو د نیولو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د روان کال د سلواغې په میاشت کې وویل، چې پولیسو د ترهګرو یوه درې کسیزه ډله نیولې، چې د ایران د زاهدان د بهرامچې په سیمه کې یې د ترهګرۍ روزنه ورکړل شوې ده.

ایران چې په افغانستان کې د نړېوالو په ځانګړي ډول امریکايي ځواکونو مخالفت کوي، دغه خبرې رد کړي دي.

د سوله ساتو ځواکونو ویاند ښاغلي بلاټز همدارنګه وویل، چې د راتلوونکي کال په پسرلي کې د وسله والو مخالفینو د عملیاتو د شنډولو او ځپلو لپاره چمتو والی لري.

بلاټز زیاته کړه، چې وسله وال اوس هغه سیمي په واک کې نه لري، چې د خزې په توګه یې کار ځیني اخیستی:

“مارچ هغه میاشت ده، چې ژمی پای ته رسیږي او د پسرلنۍ جګړې پیلیږي، وسله وال یو ځل بیا په پاکستان کې له خپلو ځالو راوتلي او کېدای شي د حملو لپاره راشي،خو په افغانستان کې چاپيریال او حالاتو ته په توپیر سره به له ځپلو سره مخ شي.

نړېوالو ځواکونو ډیرې سیمي په ځانګړي ډول په هلمند او کندهار کې نیولي، چې د وسله والو مخالفینو ځالې وې.”

داسې اندېښنې شته، چې د سړې هوا په ختمېدو او د پسرلي په راتلوو سره به د افغان دولت وسله واله مخالفین یو ځل بیا خپلو بریدو او فعالیتو ته زور ورکړي.

خو نړېوال ځواکونه دې اندېښنو ته په کتو وايي، چې له افغان ځواکونو سره یو ځای هڅه کوي، چې د وسله والو مخالفینو د ډیرو حملو مخنیوی وکړي.

تمه کیږي د راتلوونکي لمریز کال په لومړی میاشت کې افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو چارې هم پیل شي.

راپور- معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG