د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

مشرانو جرګه:ملکي تلفات نور د زغملو نه دي


د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون رییس ډاکټر زلمي زابلي
د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون رییس ډاکټر زلمي زابلي
مشرانو جرګه یو ځل بیا ټینګارکوي، چې په افغانستان کې ملکي تلفات ناوړه عواقب لري او باید چې په هر ډول کیږي مخه یې ونیول شي.

د دې جرګې د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون رییس ډاکټر زلمي زابلي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په تیرو نهو کلونو کې بهرنیو ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې یوسل او پنځوس ځلې په ملکي وګړو هوایي بریدونه کړي، بې ګناه خلک یې وژلي او بخښنه یې غوښتې ده.

ډاکټر زابلي څرګنده کړه، چې دوي او د افغانستان خلک نور د ښځو او ماشومانو په ګډون د عامو خلکو وژل کېدل نه شي زغملای او که چېرې تکرار شي نو ناوړې پایلې به ولري:

"که چېرې بهرني ځواکونه زموږ د ولسمشر خبرو ته غوږ ونه نیوه او له دې وروسته په عامو خلکو بمبارۍ وشوې نو موږ د افغانستان ټولو خلکو ته اعلان کوو، چې که چېرې مسلمان دي او له خپل ناموس او دولت څخه دفاع کوي د بهرنیانو په وړاندې دې ودریږي.

موږ به ترهغه وخته خپلو مظاهرو ته دوام ورکړو لکه څنګه چې حسنې مبارک له مصر نه وشړل شو، موږ به بهرني ځواکونه وباسو، هغوي دې بیا ګیله ونه کړي چې افغانان نړېوال قوانین نه مراعاتوي".

په افغانستان کې په تیره نږدې یوه میاشت کې د وسله والو مخالفانو او بهرنیو ځواکونو په حملو کې څه باندې دوه سوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

بهرنیو ځواکونو تیره اونۍ په کونړ ولایت کې په یوه هوایي برید کې نهه تنه ماشومان ووژل.

د دې پېښې په وړاندې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې عامو خلکو، سیاسي کړېو او افغان حکومت جدي غبرګون وښود او دا یې د نه منلو وړ پېښه وبلله.

سره له دې چې بهرنیو ځواکونو په دې اړه خواشیني څرګنده او رسمآ یې بخښنه وغوښته خو خلکو په ځینو ولایتونو او ان د یکشنبې په ورځ په کابل ښار کې مظاهرې وکړې او د بهرنیو ځواکونو دا عمل یې محکوم کړ:

ولسمشرکرزي هم د بهرنیو ځواکونو له خوا ملکي تلفات د نه منلو وړبللې او په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونوعمومي قومندان جنرال ډیویډ پټریوس ته ویلي، چې په دې برخه کې یوازې د بخښنې غوښتل نه دي کافي او باید چې د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.

د بهرنیوځواکونو په پوځي عملیاتو کې د ملکي خلکو تلفات په تیرو څو کلونو کې د افغان حکومت او نړېوالو ځواکونو ترمنځ ډیرې ناندرې او ستونزې پیدا کړي او عامو خلکو هم په دې اړه ډیر ځلې مظاهرې او احتجاجي غونډې کړي.

دغه راز د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون او ځینو نورو مدني ټولنو هم په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو او بهرنیو ځواکونو له خوا د عامو خلکو په وژنې اندیښنه ښودلې اوغوښتنه یې کړې چې باید مخه یې ونیول شي.
XS
SM
MD
LG