د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

بانکي مون:په لیبیا کې دې پر ملکي وګړو بې پروا بریدونه نه کیږي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په لیبیا کې پر ملکي وګړو د بې پروا حملو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او خبرداری یي ورکړ چې هغه کسان به چې نړېوال قانون تر پښو لاندې کوي، عدالت ته راوکاږل شي.

بانکي مون دا څرګندونې د لیبیا د بهرنیو چارو له وزیر موسی کوسا سره په ټیلیفون کې وکړې.

دوي دواړو موافقه وکړه، چې ملګروملتونه دې سمدستي طرابلس ته یو پلاوی واستوي چې په دې ښار کې بشري وضعیت له نژدي وڅیړي.

بانکي مون د بحرین د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبدال لله ال خطیب د لیبیا لپاره خپله خاص استازی ټاکلی دی.

بانکي مون دا څرګندونې او خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې د لیبیا د مشر معمر قذافي پلویو ځواکونو له وسله والو مخالفانو د ښارونو د بیرته نیولو لپاره له ټانکونو، توپونو او جنګي هیلیکپټرو څخه کاراخیستی دی.

د قذافي ملاتړي ځواکونه په دې بریالي شوي و، چې د طرابلس په ختیځ دوه سوه کیلومتری کې د میسراتا ښار مرکزي برخې ته ننوځي خو څو ساعته وروسته وسله والو مخالفانو بیرته په شاه وتمبول.

د قذافي ملاتړو ځواکونو دغه راز د تیلو بندري ښار راز لانوف ته نژدې د وسله والو پر مورچلو حملې کړې دي.

وسله وال مخالفان د بن جاوید له ښاره، چې د قذافي اصلي ټاټوبی د سیرټی ښار په لاره پروت دی، په شاه کړی شوی دی.

په همدې حال کې بریتانیا وايي، د دغه هېواد د ډیپلوماټانو یوه وړه ډله چې د لیبیا په ختیځ ښار بنغازي کې نیول شوې وه د یو لړ ستونزو له ګاللو وروسته له لیبیا څخه وتلې ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ تیره ورځ وویل، دغه ډله د دې لپاره لیبیا ته تللی وه چې د حکومت ضد مظاهره چیانو سره تماس ټینګ کړي، خو د لیبیا د حکومت ضد ملي شورا ویاند عبد الحفیظ غوقا وايي، چې دوي له دغو بریتانویانو سره چې له مخکیني خبرتیا پرته او چمتوالي لیبیا ته داخل شوي وو، له خبری کولو ډډه کړی.

له دې مخکې راپورونو کې ویل شوی و، چې په دغه ډله کې خاص ځواکونه هم شامل دي چې د قذافي ضد وسله والو نیولي وو.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د لیبیا د مشر معمر قذافي پلویو او د نوموړي ضد وسله والو تر منځ سختې نښتې روانې دي.
XS
SM
MD
LG