د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

کرزی:د ملکي وګړو د وژلو په اړه د بهرنیوځواکونو بخښنه کافي نه ده


کرزی:نور ورته د بهرنیو سرتیرو په عملیاتو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله د زغم او منلو وړ نه ده.
کرزی:نور ورته د بهرنیو سرتیرو په عملیاتو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله د زغم او منلو وړ نه ده.
ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال پیترایوس ته په ډاګه کړه، چې نور ورته د بهرنیو سرتیرو په عملیاتو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله د زغم او منلو وړ نه ده.

د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي کرزي دا څرګندونې تیره ورځ په ارګ کې د ملي امنیت د شورا په غونډه کې چې جنرال پیترایوس هم په کې حاضر وو، وکړې.

د اعلاميي له مخې د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال پیترایوس په کونړ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې د نهو ماشومانو د وژلې له امله بخښنه وغوښته او ژمنه يې وکړه، چې بیا به دغه شان پېښه نه تکراریږي .

خو ولسمشر کرزي ورته په ځواب کې وویل، چې د نړېوالو ځواکونو له خوا د ملکي افغانانو د تلفاتو په اړه بخښنه کافي نه ده او د نوموړي په وینا همدغه شان پېښې د افغان حکومت او متحده ایالاتو تر منځ د اختلافاتو او په اړیکو کې د تشنج اصلي سبب دی.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي جنرال پیترایوس ته وویل چې بخښنه او خواشیني نور نو د افغانانو درد نه شي دوا کولی او د افغانستان د خلکو په استازیتوب يې له هغه وغوښتل چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل او د هېواد په یو شمېر برخو کې د نړېوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي کسانو د وژل کېدو په عکس العمل کې ګڼ شمېر کسانو مظاهرې کړي دي.

په دې لړ کې په کابل کې تیره ورځ مظاهره چیانو د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله وغندله:

بل لور ته بیا د کورنیو چارو د وزارت ویاند پرون وویل، چې په تیره ونۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملکي کسانو د تلفاتو اندازه یو شپیته په سلو کې راټیټه شوې ده.

زمري بشري خبریالانو ته وویل، چې د ملکي مرګ ژوبلې یو لوی سبب د دولت د وسله والو مخالفانو د سرک د غاړي ماینونه دي .

دغه راز نړېوال قومندانان هم استدلال کوي، چې وسله وال مخالفان له هغو سیمو او کورونو پر دوي او پر افغان ځواکونو ډزې کوي چیرته چې د ملکي کسانو ګڼه ګوڼه زیاته وي.

په عین حال کې د جمهوري ریاست مقامات وايي، چې ولسمشر کرزي تیره ورځ د ملي امنیت د شورا په غونډه کې د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیکو همکارېو د سند د لاسلیک کېدو په اړه وویل چې دا یوازې د حکومتونو صلاحیت نه دی .

د ولسمشر کرزي په وینا لومړۍ باید د افغانستان خلک د لوي جرګې له لارې دا سند تصدیق کړي او بیا به حکومتونه هغه لاسلیک کوي.
XS
SM
MD
LG