د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

د میلاد نبي د ورځې په درناوي د هلمند له زندانه ۲۶ تنه خوشې شول


د لښكرګاه د مركزي زندان څخه شپږويشت تنه زندانيان خوشې شو، دغه ندانيانو د خپل بند زیاتره موده په زندان كې تيره كړې وه.

دغه زندانيان چې ولسمشر حامد كرزي د ځانګړي فرمان له مخې خوشې شو، زیاتره يي جينايي جرمونه درلودل او ژمنه يي وكړه، چې وروسته تر دې به په وران كارو عملونو لاس نه پورې كوي.

د هلمند والي د دغه شپږويشت تنو زندانيانو د خوشې كېدو پر مهال رسنيوته وويل، هغه كسان په دې فرمان كې نه دي شامل چې د نشه يي توكو په تور نيول شوي وي او يا يي د ښځو پرحقوقو تيرى كړی وي:

(د ميلاد نبي د مباركي ورځې په درناوي او د ولسمشر په فرمان سره د لښكرګاه د مركزي محبس څخه شپږويشت تنه زندانيان خوشې شو او د شپيتو د بند موده راكمه شوه، خو په دوي د مخدره موادو ادارې فساد او د ښځو د حقوقو ناقضين نه دي شامل او نورو ټول په كې خوشې شو.)

د ولسمشر حامد كرزي د ځانګړي فرمان له مخې د دغه شپږويشت تنه زندانيانو د خوشې كېدو سره شپيتو نورو زندانيانو د بند موده راټيټه شو.

والي زیاته کړه، د دغه شپيتو تنو زندانيانو د بند موده د دريو مياشتو نه نيولی تر دوه نيم كلونو پورې راكښته شوې ده.

د ولسمشر دغه فرمان د نبي كريم ص د مبارک ميلاد له مخې د زندانيانو په بند كې د كمښت او يو شمېر زندانيانو د خوشې كېدو امر كړی دی.

د يادونې وړ ده چې د لښكرګاه په مركزي زندان كې اته سوه او شل تنه زندانيان شته چې څلور په كې ماشومان او شپږ يي ښځې دي.
XS
SM
MD
LG