د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

په افغانستان کې د( ژوند بدلون) په نامه یو ګډ کمپاین پیل شو


د اروپایي ټولنې او کلید ګروپ له خوا په ګډه د دغه کمپاین د پیلولو هدف په افغانستان کې د بې وزله ښځو او ماشومانو د ستونزو جوتول او هغو ته د حل لارې موندل ښودل شوې.

دغه کمپاین، چې تر ډیره د عامه پوهاوي بڼه لري د اروپایي ټولنې په مالي لګښت به د دوو کلونو په موده کې پلې شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سلاکار، چې د دغه کمپاین د پیل په غونډه کې یی خبرې کولې رسنۍ د بې وزله خلکو د ستونزو د مطرح کولو یوه ښه وسیله وبلله.

ده د اروپایي ټولنې او کلید ګروپ دغه تړون مهم وباله او د کمپاین په اهدافو یي د رڼا اچولو په ترڅ کې وویل:

(لکه څرنګه چې رسنۍ د ژوند په نورو چارو کې مهم رول لري همدا شان د خلکو په پوهاوي کې هم مهم رول لوبولی شي، نو رسنۍ باید د بې وزله طبقې ستونزې رابرسیره کړي او د مسولینو تر غوږونو یې ور ورسوي.

موږ ډیر خوښ یو چې نن دغه مسولیت رسنیو په ځانګړې توګه د کلید ګروپ په غاړه واخیست.)

نوموړي وویل، د دغه کمپاین له لارې به وکولای شي بې وزله او سوالګرخلک و پیژني اوله کورنیو سره یې مرسته وکړي.

دا کمپاین په داسې مهال کې پیلیږي، چې په افغانستان کې د اروپایې ټولنې سفیر وایي اوس مهال په ټول هېواد کې نهه میلیونه بی وزلي خلک، چې معیوبین هم په کې شامل دي ژوند کوي.

د ده په خبره د دغو بی وزلو په سلو کې اویا ماشومان دي، د کلید ګروپ د رسنیو د پراختیا مشر ریکارډو ګراسي وویل، د دغه کمپاین له لارې به د زیانمنو شوو، بې وسه ، سوالګرو او د سړک د غاړې ښځو او ماشومانو په ژوند په دوو کلونو کې ۹۷۲ راډیویې او تلویزیوني پروګرامونه ،ډرامې، مرکې او ګردي میزونه جوړ کړي.

ګراسي وویل، موږه د یادۍ شوې طبقې د خراب ژوند دلایل څیړو او ټولنې ته د هغوي د راوستلو په هڅه کې یو:

(له اوسنیو معلوماتو څخه موږه په دې پوه شو، چې د ماشومانو او په ځانګړې توګه د سړک د غاړې ماشومانو، بې وزله خلکو او بې وسه ښځو حالت څنګه دی.

خو موږ د دې موضوع د جزیاتو لپاره د دغو کسانو د ټولنیز بدلون په لارو چارو او ټولنې ته د هغوې راوستلو باندې کار کوو.)

د اطلاعات او کلتور د خپرونو مرستیال او د ښځو چارو وزارت حقوقي مشرې هم په دغه غونډه کې د دغه اقدام هرکلۍ وکړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال زیاته کړه، چې د ټولنې د ښه بدلون لپاره باید فکرونه او زهنونه بدل شي چې دا د رسنیو له لارې امکان لري.

په دې وروستیو څو کلونو کې په افغانستان کې د بې وزله خلکو کچه لوړه شوې ده چې له دې امله ګڼ شمېر کسان له هېواده بهر هجرت ته هم اړ شوي دي.

ویل کیږي، د دغه او دې ته ورته نورو پروګرامونو له لارې به په هېواد کې د بې وزله، معلولو، سوالګرو او زیانمن شوو کسانو ژوند بدلون ومومي او د هېواد په ابادۍ کې به ښه اغیز وکړي.
XS
SM
MD
LG