د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

بشري:د تیره اونۍ په پرتله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې کموالی راغلی


زمري بشري
زمري بشري
افغان امنیتي چارواکي وایي، چې له دوي سره موجوده شمېرې ښیي، چې په تیره یوه اونۍ کې په هېواد کې په کیدونکو تروریستي فعالیتونو کې په سلو کې پنځه او د عامه خلکو په مرګ ژوبله کې په سلو کې یو شپیته کمښت راغلې.

د کورنیو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوې شمېرې له مخې په دې موده کې په ټول افغانستان کې شپږ شپیته تروریستي پېښې شوي، چې په کې ټول دوه څلویښت ملکي وګړی، وژل شوي او پنځه شپیته نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند زمري بشري د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې یو اساسي علت د وسله والو مخالفینو له خوا د سړک د غاړې د بمونو کارول وو:

(له نیکه مرغه د وړمې اونۍ په پرتله په تیره اونۍ په تروریستي بریدونو کې په سلو کې پنځه کموالی راغلی دی، همدا شان له نیکه مرغه د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم په سلو کې یو شپیته را کمه شوې ده.)

د ښاغلي بشري په وینا د تیرې یوې اونۍ په موده کې د پولیسو په مرګ ژوبله کې هم نهه ویشت کمه شوې.

نوموړي د وسله والو مخالفینو مرګ ژوبلې ته په اشارې وویل، چې په تیره اونۍ کې پنځه ویشت وسله وال مخالفین په بېلابېلو عملیاتو کې وژل شوي، پنځلس یي ټپیان دي او دوه اویا تنه یي له وسلو سره یوځای نیول شوي دي.

بشري په خپله اونیزه غونډه کې د پولیسو بله لویه لاسته راوړنه د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه وښوده، د هغه په وینا پولیس په تیرو اوو ورځو کې توانیدلي چې په ننګرهار او هلمند کې د نشه یي توکو پنځه کارخانې له منځه یوسي.

نوموړی وایي، چې د نشه یي توکو د قاچاق په تور یي یو شپیته تنه مشکوک کشان هم نیولي دي او هر هغه څوک چې د نشه یي توکو په قاچاق کې لاس لري قانوني چلند به ورسره کیږي:

(هیڅوک له قانون مبرا نه دی ټول باید د قانون په مقابل کې مساوي مسولیتونه ولري او کورنیو چارو وزارت کار په ټول باندې عملي کیږي.

که امنیتي پولیس هم په ناوړه اعمالو کې لاس ولري نو هغوي سره به هم قانوني چلند وشي.)

د کورنیو چارو وزارت داسې مهال د تروریستی بریدونو او ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د کموالی خبر ورکوي، چې په تیرو دریو اونیو کې د ناټو په هوایي بمبارېو او د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه زیاتې اندیښنې را پورته شوې.

خلک اندیښمن دي، چې په دې ډول بریدونو کې زیات شمېر ښځې، ماشومان او نور ملکي وګړي وژل شوي چې باید مخنیوی یي وشي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG