د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

منګل:د سنګين د ساروان كلا د سیمي امنيت پراخه شوى


د سنګين ولسوالۍ په ساروان كلا سيمه كې شاخوا دوه مياشتې وړاندې د دولتي چارواكو او قومي مشرانو ترمنځ يو تړون لاسليک شو.

طالبان به په دې سيمه كې جنګ نه كوي او بهرني ځواكونه به هم پرته له افغان ځواكونه څخه د تلاشۍ په موخه څوک نه دروي او نه به هم د شپې له خوا خپلسري عمليات ترسره كوي.

دوه مياشتې وړاندې دغه شوى تړون داسې په خپل حال پاتې نه و، نه سيمه ایزو وسلوالو پر دولتي ځواكونو بريد كوي او نه هم ايساف ځواكونو په ساروان كلا كې خو د سره عمليات كول.

دغه هلې ځلې په هېواد كې د سولې د عالي شورا تر جوړېدو وروسته پيل شوي، ليدل كيږي چې تر يوه بريده يي نتيجه وركړې ده.

د هلمند ولايت د كجكي او سنګين ولسوالۍ ترمنځ دغه پراخه سيمې ساروان كلا ته د هلمند والي محمد ګلاب منګل او يو شمېر نور دولتي چارواكي ولاړل او د خلكو په يوه غونډه كې يي د ساروان كلا د سولې تړون ته د قومي مشرانو په استازيتوب پراختيا وركړه.

په هغه غونډه كې چې په همدې موخه جوړه شوي وه، سيمه ایزو مشرانو او دولتي مسئولينو ډيرې ازادې خبرې وكړې.

د هلمند والي ته د سيمي يوه اوسيدونكي وويل، په هلمند كې ډيرې شوراګانې جوړې شوي دي، مګر د دغه شورا توپير ورسره داده چې په ساروان كلا كې بايد سوله راشي.

هغه وويل، په ساروان كلا كې د سولې خبرې عملي كار ته اړتيا لري، بايد دولت د قومي مشرانو امنيت وساتي او كه چېرې بابيزه وګڼل شي نو وسلوال به ډير قومي مشران ووژني.

كه څه هم دغه تړون ته په هلمند كې يو شمېر كسان د شک په سترګه ګوري او دا كار د موسي كلا ولسوالۍ د هغه تړون سره ورته بولي چې كلونه وړاندې يي د دولت او قومي مشرانو ترمنځ په موسي كلا كې د اوربند په نوم شوى وو، خو بيرته تر څو ورځو تړون مات شوو او موسي كلا د طالبانو په لاس كې ولويدل، خو د هلمند والي وايي د دې تړون سره سم د سنګين په شمالي برخه كې طالبآنو خپل خوځښتونه كم كړي او د بيارغونې كارونه د دولت او بهرنيو ځواكونو له خوا په چټكۍ سره پيل شوي دي.

محمد ګلاب منګل په ساروان كلا كې د جوړې شوې شورا له غړو نه غوښتنه وكړه، چې په سيمه كې ناخبره نور وسلوال هم خبرې كړي او د دوي او دولت په منځ كې د سولې په خاطر منډې ترنډې وكړې.

په ساروان كلا كې ميشت د الكوزو د قوم دغه شورا پنځلس تنه غړي لري او د ضرورت په وخت كې به د دولت او مخاليفينو ترمنځ د سولې په خاطر خبرې كوي او عين وخت كې به د خپل سيمې د خلكو ستونزې هم هواره وي.

په سيمه كې يو شمېر قومي مشران وايي، له هغه ورځې نه چې په ساروان كلا كې د دولت او قومي مشرانو ترمنځ د اوربند په نوم تړون شوى دى امنيت ټینګ شوى دى او د سيمې وسلوالو نورو سيمو ته مخه كړې ده .

دوي وايي، دولت هم هغه څه چې قومي مشرانو غوښتي وه په ځاى كړي دي، خلكو او مشرانو له دولت نه غوښتنه كول چې د بيارغونې كارونه پيل كړي او افغان ځواكونه يي سيمي ته واستوي
مګر د ساروان كلا يوه سپين ږيري راته وويل اوس هم د بهرنيو ځواكونو له چاپو او خپل سرو عملياتو نه په عذاب دي.

د دغه پنځلس كسيزې شورا غړي وايي، له دولت سره په دې تړون چې په سيمه كې د جنګ نه كولو په خاطر شوى دي د پام وړ بدلونونه راغلي دي.

دوي ښكاره وويل، كه چېرې د قومي مشرانو څخه مرسته نه واى غوښتل شوی دولت او نړېوال ځواكونو نه شوه كولای ساروان كلا ته په ډاډه زړه ولاړ شي.

په ساروان كلا كې د اوربند په نوم دغه تړون او شورا په داسې حال كې وتوانيدل چې امنيت ټینګ كړي او د سيمې وسلوالو ته قناعت وركړي چې دا ولسوالۍ له تيرو څلور كلونو راپه دې خوا د وسلوالو طالبانو له خوا كلابنده وه، دولتي چارواكي او بهرني ځواكونو د ولسوالۍ په يو كيلو موترى كې هم په ډاډه زړه تګ راتګ نه شوى كولاى.

ساروان كلا د سنګين ولسوالۍ پورې اړوند يوه پراخه له وګړو ډكه سيمه ده په دې سيمه كې د سولې په اړه خبرې هغه مهال تودې شوی، چې كله دا سيمه د بریتانوي ځواكونو څخه امريكايي سمندري ځواكونو ته وسپارل شوه.

د سنګين اوسيدونكي د ښوونځي غوښتنه كوي او غواړي چې په سيمه كې يي د تيرو څو كلونو جنګونو له امله اوښتي زيانونه بيرته دولت جبران كړي او د بيارغونې د كارونو لورى ور واوړي.
XS
SM
MD
LG