د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

افغان بایسیکل ځغلوونکي پاکستان ته رسېدلي


افغان بایسیکل ځغلوونکي په نړېوالو سیالیو کې د ګډون لپاره پاکستان ته رسېدلي
افغان بایسیکل ځغلوونکي په نړېوالو سیالیو کې د ګډون لپاره پاکستان ته رسېدلي
د افغانستان د بایسيکل ځغلونې ملي لوبډله د ټول پاکستان د بايسیکل ځغلونې په نړېوالو سيالیو کې د ګډون په هدف پاکستان ته راورسېده.

افغان لوبغاړي به د سايکل ځغلونې په هغه نړېوالو سياليو کې ګډون کوي، چې ټاکل شوې د مارچ پر اتمه له کراچۍ څخه پيل او دهمدې میاشتې پر شلمه د خيبر پښتونخوا په ايبټ اباد کې پای ته ورسېږي.

د افغانستان د بايسيکل ځغلونې فدراسيون مشر عبدالصادق صادقي، چې له دغې ډلې سره پاکستان ته راغلی ازادۍ راډيو ته وويل چې دوي د کوربه هېواد د اړوندې ادارې او د یادو سياليو د ترتيبوونکيو له لورې رابلل شوي او تمه یې څرګنده کړې چې افغان ځوانان به وکولای شي چې د تېرو کلونو په شان دا ځل هم ښې لاسته راوړنې ولري .

د نوموړي د معلوماتو له مخې په افغان لوبډله کې پېنځه بايسيکل ځغلوونکي، یو منیجر، يو کوچ او یو میخانیک ګډون لري.

د ټول پاکستان د بايسيکل ځغلونې نړېوالې سيالۍ چې له ۱۹۸۳ یم میلادي کال راهیسې د دغه هېواد د بايسیکل ځغلونې فدراسيون له خوا ترتيبېږي، د فرانسې تر سياليو وروسته په نړۍ کې دویمې او په اسیا کې لومړۍ اوږد واټنې سيالۍ دي چې بايسيکل ځغلوونکي په یوولسو پړاوونو کې شاوخوا ۱۶۵۰ کلومتره سفر کوي.

افغان لوبغاړي، چې په تېرو شپږو سياليو کې یې برخه اخیستې په تېر ۲۰۱۰ میلادي کال کې په څلورو پړاوونو کې د لومړي او دویم او په وروستي هغه کې حشمت الله د درېيم مقام په ګټلو بريالۍ شوي.

خو ښاغلي صادقي وايي، سره له دې چې افغان بایسیکل ځغلوونکیو په وروستیو کلونو کې ښې لاسته راوړنې لرلي خو په وینا یې د افغانستان دولت لا تر اوسه هېڅ پاملرنه ورته نه ده کړې:

(له موږ سره د دولت مرستې د نشت برابرې دي، دا ځل چې موږ دلته راتلو نو په کابل کې د هوا د سړښت له امله شل ورځې د تمريناتو لپاره په جلال اباد کې پاتې شوو، خو له بده مرغه د دغو ورځو او هم تر دې ځایه ټول لګښتونه موږ له خپله جېبه کړي او دولت هېڅ مرسته راسره نه ده کړې.)

د افغانستان د بايسيکل ځغلونې فدراسیون، چې دیرش کاله وړاندې یې د المپيک کمېټې په چوکاټ کې فعالیت پيل کړي، په وروستیو کلونو کې د سیمې د هېوادونو په کچه د پام وړ ځای خپل کړی.

د دغه فدراسيون مسوولین وايي، که دولت ورته پاملرنه وکړي او لازمې اسانتیاوې په واک کې ورکړي نو افغان ځوانان به ډير ژر په نړېواله کچه د خپل هېواد نوم روښانه کړي.

راپور،مجيب الرحمان انګار،پیښور
XS
SM
MD
LG