خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په دې مسئلې بحث کړې، چې د مارک ګریسمن ماموریت به څومره بریالۍ وي؟
ورځپاڼې په کابل کې د مارک ګریسمن څرګندونو ته په اشارې لیکلي، چې دې به د خپل ماموریت په مهال زیاته پاملرنه د سیاسي او ډيپلوماټیکو هڅو پراختیا او له وسله والو طالبانو سره د افغان دولت د پخلاینې د هڅو بریا ته ځانګړې کړي.
ورځپاڼه د ګریسمن د وینا دې برخې ته په اشارې، چې د سیمې ټول هېوادونه باید د تروریزم په خلاف په مبارزه کې خپل مسؤلیتونه وپیژني لیکي، چې دې د افغان لانجې د سیمه ایزو ستونزو په اړه ښه معلومات لري او غواړي په دې برخه کې جدي چلند وکړي.
خو ورځپاڼې د پاکستان دوه مخې سیاست او په افغان دولتي دستګاه کې موجود فساد د ګریسمن د ماموریت په وړاندې دوه اساسي ګواښونه بللي، چې د ورځپاڼې په وینا د ده بریالیتوب تر پوښتنې لاندې وړي.
اوټ لوک:
اوټ لوک انګلیسي ژبې ورځپاڼې هم د امریکا د ځانګړي ځانګړي استازي په دې دریځ بحث کړې، چې د سیمې هېوادونه او په تیره بیا پاکستان په افغانستان کې د روانې کشالې په سیاسي حل کې مهم رول لوبولې شي.
خو په ورته وخت کې د ورځپاڼې په وینا ګریسمن دا هم غواړي، چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د تروریستي ځالو او پټن ځایونو د له منځه وړلو لپاره سخت اقدامات وکړي، ځکه د ورځپاڼې په وینا دا کار د افغانستان د امنیت لپاره خورا مهم دې.
ورځپاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د روان بهیر ملاتړ او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو سپارل د ده په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.
اوټ لوک:
اوټ لوک په یو جلا مطلب کې بیا لیکلي، چې د بریتانیي پارلمان له واشنګټن او لندن نه غواړي، چې له طالبانو سره دې مستقیمې خبرې پیل کړي.
د ورځپاڼې په وینا د بریتانیي پارلمان له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د امریکا رول مهم بولي او په ورته وخت کې دا خبردارې هم ورکوي، چې د جنګ له لارې بریا ممکنه نه ده.
د افغانستان نا دولتي ورځپاڼې بیا د هېواد په سیاسي ثبات د امریکا د دایمي پوځي اډو اغیزې څیړلي او لیکلي، چې په دې اړه دوه جلا دریځونه موجود دي.
ورځپاڼې د ګاونډېو هېوادونو روانو سیاستونو او د طالبانو پوځي ځواک ته په اشارې دې نتیجې ته رسیدلې، چې د اوس لپاره افغانستان داسې دایمي پوځي اډو ته اړتیا لري.
ورځپاڼه لیکي، چې د شتو ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره افغانستان اوس مهال یو داسې پوځي ملاتړ ته اړتیا لري.