د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د هلمند په نادعلي کي د زده کوونکو ستونزې


د لښکرګاه ښار څخه يوازې پنځه کيلومتره لېرې شمال لوري ته په پنځلس ورځو کې څلورنيم سوه زده کوونکي راټول شوي دي او د خپل هغه ښووونځي پرتورو ديوالونو د ښوونځي مينه ماتوي چې دوه کاله وړاندې د ناراميو په خاطر وسووزل شو.

دا سيمه د باباجي د فصل په نوم ياديږي، په دې ځاى کې د وسلوالو او پوليسو ترمنځ سختو نښتو له امله ښوونځي وتړل شو او ناامني په كې خپل حد ته ورسېدل.

که څه هم په دې ځاى کې څه موده کيږي، چې امنيت ټینګ شوی دی، خو يوازې پنځلس ورځې کيږي، چې تر څلور سوه زيات زده کوونکي خپل يوه پخواني ښوونځي ته راغلي دي او غواړي زده کړه وکړي.

دا ماشومان په يخه باراني هوا کې د دوهم ټولګي کتابونه لولي، دوي د خپل سوزيدلي ښوونځي ديوالونو ته تورې تختې تکيه کړي او پر تخته ليکل شوي هغه کرښې وايي، چې ښوونکي يي ورته لولي.

دی ځاى بلکل صحرا ده ،د باباجي د فصل دغه ښوونځي يو وخت هرڅه درلوده، مګر کله چې د جګړې په اور کې پوخ شوو د رخصتۍ د زنګ سره يي دروازه،کر کلۍ او د څښلو د اوبو څاه هم خرابه شوه.

په ښوونځي کې تر څلور سوه زيات ماشومان په داسې حال کې خبرې کوي چې له يخه يي ژامې ريږدي، که څه هم خوشاله دي چې ښوونځي يي تر دوه کاله وروسته پرانیستل شوى دى، خو غوښتنه کوي چې لومړى خيمې ورکول شي او بيا يي د ښوونځي ودانۍ ورته جوړه شي.

د هلمند دولتي چارواکي او د ښوونې او روزنې د رياست مسئولين وايي، دا چې د باباجي د فصل په نوم ښوونځى تازه بيرته پرانیستل شوی دی، نو په لومړېو کې ستونزې لري خو دوي به يي ورته هواري کړي.

په هلمند کې که څه هم د امنيت د پراخوالي سره يو ځاى ګڼ شمېر نور ښوونځي هم پرانیستل شوي دي، خو په دې ښوونځيو کې درسي کيفيت سم نه دى، زده کوونکي يي د کتاب او کتابچې ستونزه لري او زیاتره زده کوونکي يي تر شنه اسمان لاندې زده کړه کوي.

د ښوونې او روزنې د رياست مسئولين وايي، په دې وروستيو کې يي اته ويشت بابه نور ښوونځي چې وړاندې تړل شوي وه بيرته پرانیستي دي.

د باباجي د فصل د دغه تازه پرانیستل شوي ښوونځي ښوونکي چې د يخ په خاطر يي ځانونه په تورو او خړو درنو پټوانو کې تاو کړي دي.

له دولت نه د ماشومانو لپاره د ښوونځي د خونو او ودانۍ د جوړولو غوښتنه کوي
دوي وايي، ماشومانو ته دې يي کتاب او کتابچه ورکول شي او وروسته تر دې يي نه هيروي.

په هلمند کې په دې وروستيو ورځو کې هوا باراني ده او هره ورځ پريمانه بارانونه كيږي، سوال دادى چې د باباجي د فصل په نوم پر يوه وچه دښته د دغه ښوونځي زده کوونکي به ترکومه تر شنه اسمان لاندې زده کړي کوي، دوي د اوبو څښلو لپاره له ښوونځي څخه ډير لېرې د شملان لوي نهر ته ځي او اوبه څښي.
XS
SM
MD
LG