د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

په افغانستان کې پرمختګ نازک، خو د سرتیرو زیاتوالی واقعي دی


خبري رسنۍ په زیاتو مواردو کې د افغان امنیتي ځواکونو د شمېر د زیاتیدو په اړه زیات څه نه وایي، او ټول پام یي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو هلو ځلو ته اړولی دی.

ورځپاڼه لیکي: افغان امنیتي ځواکونه خپل وطن ته د خدمت پر مهال، د امریکایي عسکرو تر څنګ وژل کیږي او د افغان عسکرو د مړیني او تلفاتو شمېر د بهرنیانو په پرتله یو نیم برابره دی.

واشنګټن ټایمز زیاتوي، امریکایانو افغان ځواکونه روزلي او له دوي سره اوږه په اوږه جنګیږي. په کومه اندازه چې موږ امریکایان د خپلو عسکرو قربانۍ ستایو، په هماغه اندازه باید د افغان ځواکونو قربانۍ او فدراکارۍ هم وستایو. د ورځپاڼې په باور، افغان عسکر او پولیس چې د خدمت په جریان کې وژل کیږي، باید د شهیدانو او قهرمانانو په توګه یي یاد ژوندی وساتل شي.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي: د نړېوالې ټولنې له مرستې او همکارۍ پرته د افغان ځواکونو روزنه او پراختیا ممکنه نه ده او د تېر نومبر میاشت کې د پرتګال په مرکز لیزبن کې د ناتو په مشریزې غوندې کې موافقه وشوه چې نړېواله ټولنه به تر ۲۰۱۴ کاله پورې افغان ځواکونونه روزي او له دغې نیټې وروسته به هم له افغان پوځ او پولیسو سره د نړېوالو مرستې دوام وکړي.

د لیزبن په غونډې کې متحده ایالاتو په ډاګه وویل، چې له افغانانو سره د دوي د راتلونکي جوړولو په کار کې مرستو ته ژمن دي.

واشنګټن ټایمز لیکي: په افغانستان کې د ناتو روزنیز ماموریت به په راتلونکو دوو کلونو کې د وسایطو د ترمیم، هوایي چلند او لوژستیګ په برخو کې هم افغانان وروزي تر څو دوي په خپل ځان متکي شي.

ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان ملي پوځ چې په تېر وخت کې له روسي ډوله وسایطو او وسلو سره بلد و، په تېرو دوو کلونو کې یي د ناتو د عصري وسلو او وسایطو استعمال زده کړی او افغان پوځيانو ځانونه ښه رسولې دې.

د عصري وسلو د استعمال په برخې کې د افغان پوځیانو پوهه او وړتیا په سلو کې له ۳۵ څخه په سلو کې ۹۵ ته پورته شوی ده.

واشنګټن ټایمز لیکي، یو وخت افغان عسکرو لیک لوست نه شوی کولای او ان د ځینو به یي حساب هم نه و زده او د سواد د زده کړې کورسونو ته به یي زړه نه ښه کاوه، خو دا مهال هغوي د خپلوعصري وسلو په سمبالولو، په خپلو معاشونو او استحقاق پوهیږي او د خپلو کورنیو غړي سواد او تعلیم ته هڅوي.

عسکر د بانکونو له لارې خپل معاشونه تر لاسه کوي او داسې بریښي چې دوي واقعا عسکر او د پوره انظباط او دسپلین لرونکي دي.

ورځپاڼه د اشیا فونډیشن د نومبر میاشتې ټولپوښتنې ته په اشاري سره لیکي: په سلو کې ۹۲ افغانان وایي، ملي پوځ یي خوښ دی او په سلو کې ۸۴ افغانانو له پولیسو سره لیوالتیا ښودلې ده.

واشنګټن ټایمز لیکي: د حمل په لومړۍ نېټې به ولسمشر حامد کرزی، په یو شمېر سېمو کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو عملیه پیل کړي او دا به په ډاګه شي چې د افغانستان په کومو برخو کې افغان ځواکونه له ناتو څخه قومانده تر لاسه کوي.

د ورځپاڼې په باور، د انتقال په عملي کېدو سره به ناتو او متحدین یي د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما هغه هدف عملي کړې چې وایي، افغانان په خپله د خپل برخه لیک د ټاکلو توان لري.
XS
SM
MD
LG