د روسيې يوه عالي رتبه چارواکي وويل، هېواد يې پر هغو لارو چارو غور کوي، چې له افغانستان سره د ناټو په مرستو کې برخه واخلي.
د روسيې د پوځي او تخنيکي خدماتو د هماهنګ کوونکې فډرالي ادارې مرستيال وياچيسلاف دزيرکالن د روسيې انټرفاکس خبري اژانس ته وويل، هېواد يې د ميل څرخي الوتکو د مرستې او د هغو د تنظيم په برخه کې خپلې ارزونې کوي.
نوموړي وويل، روسيه څو انتخابه لري، يوازې د څرخي الوتکو لېږل د اجنډا په سر کې نه ده.
د نوموړي په خبره، روسيه کولاى شي روسۍ څرخي الوتکې چې په افغانستان کې ائتلافي ځواکونه ورڅخه کار اخلي، ترميم کړي او په تخنيکي زده کړه او پرمختګ کې يې همکاري وکړي.
په افغانستان کې له روسي څرخي الوتکو زياته استفاده کېږي.
دغه روسي مقام د خپلو خبرو په دوام وويل، د دغو الوتکو د تنظيم او په ځانګړي ډول د هغو د کنټرول په برخه کې، د ناټو د ترميم او تدارکاتو له ادارې سره چې نامسا نومېږي، تماسونه نيول شوي دي.
د ښاغلي دزيرکالن په خبره، روسيې د څرخي الوتکو د بې کنټروله کارونې له کبله اعتراض کړى. نوموړي وويل، چې په افغانستان کې څرخي الوتکې د بېلابېلو هېوادونو ساخت دي، چې کنټرول او ترميم يې زيات مهم دى، که چېرې کنټرول نه شي، پېښې رامنځته کوي او په دې توګه د روسيې موقف کمزورى کېږي.
انټرفاکس خبري اژانس، د دې روسي مقام له قوله رپوټ ورکړى، چې ويلي يې دي، ځينې ادعاوې شوي چې په افغانستان کې ميل څرخي الوتکې له ځينو پېښو سره مخامخ شوي، د نوموړي په خبره له دغو الوتکو له ډېرې مودې راهيسې په روسيه کې استفاده نه ده شوې، ترميم او بيا جوړولو ته اړتيا لري.
د دې روسي مقام په وينا، روسيه کولاى شي هغه څرخي الوتکې چې د پخواني شوروي اتحاد پر مهال يا هم په وروستيو کلونو کې د روسيې له لوري جوړې شوي او افغانستان ته انتقال شوي، ترميم او ورغوي.
اکثره څرخي الوتکې چې په افغانستان کې کارول کېږي روسۍ دي، روسي مقامات ورته اندېښنه، ځکه ټولې دغه څرخي الوتکې شا و خوا دېرش کاله مخکې جوړې شوي او وروسته يې په جدي ډول څارنه او کنټرول نه دى شوى.