د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

په لیبیا کې لسګونه کسان د نښتو په ترڅ کې وژل شوي


د شنبې په ورځ په ليبيا کې جګړه تر ډېره حده د مرکز طرابلس د لوېديځ، زاويه ښار د نيولو لپاره روانه وه، معمر قذافي ته وفادار ځواکونه او مخالف وسلوال دواړه ادعا کوي چې په جګړه کې لاسته راوړنې لري.

بي بي سي راپور ورکړ، چې حکومتي ځواکونو د دې ښار د مرکزي ميدان د نيولو لپاره په ډېره پيمانه له توپخانې او هوايي مدافع څخه استفاده وکړه.

په راپور کې د اتلسو کسانو د وژل کېدو وويل شول، خو ځايي اوسېدونکي وايي وژل شوي کسان ٣٠ دي.

مخالفو رهبرانو وويل، چې دوي د قذافي د طرفدارو ځواکونو حمله ځپلې او پر ښار کنټرول لري.

که څه هم د زاويه ښار د کړکېچن وضعيت په باب ټولنيزو رسنيو يو تصوير ورکړى و، خو د جمعې په ورځ د ليبيا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال خالد کايم هڅه وکړه د دې ښار وضعيت عادي وښيي، خبريالانو ته يې وويل، دوي به د شنبې په ورځ زاويه ښار له نژدې وويني:

”په زاويه ښار کې اوس کراري ده، دغه ښار د ځايي اوسېدونکو او پوځ په کنټرول کې دى، هرڅه سم دي.

ځينې تروريستان هلته شته چې له کلاشينکوفونو او تفنګچو سره د تېښتې په حال کې دي او زموږ ځواکونه يې تعقيبوي“

نوموړي ادعا وکړه، چې په دې ښار کې يوازې يو تن وژل شوى، حال دا چې په راپورونو کې د ګڼو کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

د مخالفانو وياند شګان وويل، د جګړې له وېرې ګڼو کسانو کورونه پرېښي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فليپ کراولي وويل، امريکا په ليبيا کې پر روان تاوتريخوالي اندېښنه لري:

”موږ په ليبيا کې روان تاوتريخوالي ته په شدت سره اندېښنه لرو، څرګنده ده، چې د کورنۍ جګړې غوندې د تاوتريخوالي د پراخېدو خطر هم شته.

موږ تر خپله وسه د دې بحران د مخنيوي لپاره هرڅه کوو، يوځل بيا، د حل ښه لار دا ده چې ډګروال قضافي جګړه بنده کړي، واک پرېږدي او په ليبيا کې دې د نوي مشرتابه لپاره دروازه پرانيزي.“

په ليبيا کې د تلفاتو شمېر د تغيير په حال کې دى، له نورو ښارونو هم د خلکو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي.

د جمعې په ورځ د مديترانې ساحل ته څېرمه په راس لانوف ښار کې، چې د تېلو د توليد لوى مرکز دى، په شخړو کې د اتو کسانو د وژل کېدو او تر شلو زياتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى و.

مخالفان وايي، د طرابلس د ختيځ تر شپږ سوه کيلومترۍ پورې د ښار کنټرول د دوي په لاس کې دى.

د ختيځ په دوه سوه کيلومترۍ کې د تېلو په يوه بل توليدوونکي ښار بريقه کې، د قذافي د وفادارو ځواکونو او مخالفانو ترمنځ شخړو کې، د روغتون د يوه ډاکټر په خبره لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ٢٤ نور ټپيان دي. د روغتون ډاکټر:

”څلور کسان وژل شوي، يعنې دا هغه مستند ارقام دي، ٢٤ کسان ټپيان دي، موږ لا هم مړو ته انتظار يو، هغو کسانو ته چې زموږ له ساحې ليرې وژل شوي، يعنې په راس لانوف ښار کې، چې د پټرولو د توليد مهمه ساحه ده.“

د بريقه ښار په دې روغتون کې د يوه ټپي شوي تن پلار په خواشينوونکي ډول وويل د ليبا زيات خلک د قذافي پر خلاف درېدلي:

”زه دعا کومه چې خداى دې، هغه ليرې کړي، خداى دې دى په غم اخته کړي، زه هيله لرم چې ټول ناروغان ژر تر ژره رک روغ شي.“

له جګړو او شخړو هاخوا، معمر القذافي، د ملګرو ملتونو لپاره د ليبيا د نوي سفير په ټاکلو سره نوې ډيپلوماتيکه جګړه پيل کړه، خو دا لا نه ده څرګنده چې امريکا به د ليبيا دغه استازي عبدالسلام تريکي ته ويزه ورکړي چې وکړاى شي په ملګرو ملتونو کې خپل دغه پوست اشغال کړي؟
XS
SM
MD
LG