د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

روغتیا وزارت هڅه کوي روغتیایی مرکزونو ته زیاتې ښځینه کارکوونکې جذب کړي


میرمین دلیل وايي، هڅه کوو لیری پرتو سیمو کې په ځانګړې ډول ښځینه روغتیایي کارکوونکو ته معاش لوړ کړو
میرمین دلیل وايي، هڅه کوو لیری پرتو سیمو کې په ځانګړې ډول ښځینه روغتیایي کارکوونکو ته معاش لوړ کړو

عامې روغتیا سرپرستی ډاکټر ثریا دلیل چې د ښځو د نړیوالی ورځې په مناسبت یی خبرې کولې وویل چې غواړی د قابلګې د ښوونځیو شمیر هم زیات کړی

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په روان کال کې غواړي، په خپلو فعالیتونو کې د ښځو روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي.

د دغه وزارت په وینا په روان کال کې غواړي، د ښځو د مړینې د کچې د ټیټوالي لپاره د قابلګې د ښوونځیو شمیر زیات کړي، څو ډېرې مېرمنې دې ښوونځیو ته جذب کړي.

د عامې روغتیا سرپرستې ډاکتر ثریا دلیل په دغه وزارت کې د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځ غونډې وروسته ازادي راډیو ته دا هم وویل، چې غواړې په روان کال کې لیری پرتو سیمو کې په ځانګړې ډول ښځینه روغتیایي کارکوونکو ته هم معاش لوړ کړي.

دوی په پام کې لري چې د لوړ معاش په ورکولو سره روغتیایي کارکوونکې دې ته وهڅوي، څو په لیرې سیمو کې اړو خلکو ته روغتیایي خدمتونه برابر شي.

ستراتیژیک پلان

"د ستراتیژیک پلان اساسي ټکی د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې ټیټوالی دی. د دغه ستراتیژیک پلان نورې برخې د بشرې ظرفیتونو لوړول دی.

د قابلګې د ښوونځیو زیاتوالی، د ولادي او نسایي زده کړو د تخصص په پروګرام له سره کتنه، په ۳۴ ولایتونو کې د بشرې قواوو عادلانه ویش او په معاشونو له سره کتنه ده چې ډیر پام به د لیری سیمو او ولایتونو کارکوونکو ته وشي."

د میرمن دلیل په وینا اوس مهال په هیواد کې یواځې ۱۵ په سلو کې میرمنې د امیدوارې پر مهال روغتیایي خدمتونو ته لاس رسۍ لري او ۵۰ په سلو کې میرمنې د وینې او وسپنې له کمښت سره مخ دي.

ډاکټر دلیل زیاتوي چې د ښځو تغذې د دغه وزارت د عمل پلان یوه مهمه برخه جوړوي او خبر ورکوي، چې دغې ستونزې ته هم په روان کال کې د هوارې لارې چارې یې په پام کې نیولي دي.

ټیټیوالی

په ورته وخت کې په دغه لمانځ غونډه کې د نړیوالی ټولنې او تمویلوونکو ادارو استازو هم برخه اخیسته وه او ډاډ یې ورکړ، چې د ښځو او ماشومانو د مړینې د کچې د ټیټوالی په برخه کې هر راز مرستو ته تیار دي. ‎

خو له بل لورې د بشر د حقونو کمیسیون که څه هم په هیواد کې د ښځو وضیعت د تیرو نهو کلونو په نسبت ښه وباله خو وایي چې په مجموع کې ښځې ښوونې او روزنې، روغتیایي مرکزونو او عدالت ته لاس رسی نه لري.

په کابل کې د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون مشره میرمن سیما سمر وویل:
په کابل کې د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون مشره میرمن سیما سمر

"لومړی دا چې په افغانستان کې د ښځو حقوقو ته باید دولتي کارکوونکې سیاسي ژمنتیا ولري، له هغې نه ملاتړ وکړي.

دویم دا چې هغه قوانین چې په افغانستان کې جوړیږي، باید د ښځو د حقوقو نه په ښکاره او جدي ډول ملاتړ وکړي او هغه کنوانسیونونه چې د ښځو په اړه په نړیواله کچه منل شوي له هغو نه ملاتړ او پیروي وکړي.

که د ښځو په ګټه او پلوي قوانین جوړیږي باید هغه پلې شي، نه دا چې یواځې د کاغذ په مخ پاتې شي او څلورم دا چې د بښنې دود باید له منځه ولاړ شي او هغه میرمنې چې د هغوی په وړاندې تاوتریخوالی، کورني او جنسې تیري کیږي باید دولت جدي عمل وکړي او د بخښنې دود له منځه یوسي."

دوی وایي، چې د ښځو په اړوند دولت لا هم په خپلو کارونو کې سست دی او باید د دولت لخوا د ښځو وضیعت ته جدي پاملرنه وشي.

میرمن سیما ثمر وایي، چې د دولت کارکوونکي د ښځو حقوقو ته سیاسي ژمنتیا نه لري.

که څه هم له نهو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې د مارچ اتمه په ډیرو دولتي، نړیوالو او نادولتي ادارو کې لمانځل کیږي، خو ځیني کتونکي بیا وایي، په دې باور دې چې د ښځو لپاره باید جدی کارونه ترسره شي.

تکنالوژي

سږ کال په ټوله نړۍ کې د ښځو د پیوستون سلمه کلیزه لمانځل کیږي، چې سږنۍ کلیزه په افغانستان کې ښوونې او روزنې، پوهې او تکنالوژۍ ته د ښځو د یوشان لاس رسی په نامه نومول شوې ده.

دا چې دې شعار ته به په افغانستان کې څومره کار وشي دا لا نه ده څرګنده، خو ځینې کتونکي بیا هم په دې اړوند د دولت ونډې ته اشاره کوي او وایي چې په لومړي سر کې دولت او نړیواله ټولنه باید ورته ژمنې پاتې شي او په اړه یې کوټلی ګامونه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG