د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

ثامر: په افغانستان کې د نشه موادو په تولید کې نړېواله مافیا لاس لري


د ملګروملتونو او افغان حکومت د سروې په حواله وايي، چې په افغانستان کې د چرسو تولید په کال کې درې نیم زره ټنه ته رسېږي
د ملګروملتونو او افغان حکومت د سروې په حواله وايي، چې په افغانستان کې د چرسو تولید په کال کې درې نیم زره ټنه ته رسېږي
د افغانستان له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت په هېواد کې د نشه یي موادو د کښت او تولید په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور جزییات تایید کړل خو ویې ویل چې د افغانستان حکومت د خپلې دې مبارزې د بریالیتوب لپاره لازمې هڅې کړې دي.

له مخدرو موادو سره د مبارزې د وزارت ویاند عبدالقیوم ثامر له ازادي راډیو سره په ټلفوني مرکه کې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ولې نړیوال د افغانستان د حکومت هڅې کافي نه بولي وویل، چې له نشه یي موادو سره مبارزه باید په بېلابېلو ابعادو کې وشي:

"یوازینۍ ستونزه چې اوس مهال په افغانستان کې دننه شته، د مخدرو موادو کرنه او تریاک دي. څو نور اړخونو ته یې چې کتنه وکړو، وینو چې دا یوه نړیواله ستونزه ده.

نړېواله مافیا


که نن ورځ کوکنار په افغانستان کې کرل کېږي، خو د هغه یوزر او څلورسوه ټنه کیمیاوي موادو په قاچاق کې چې په هیرویینو او نورو موادو د دې تریاکو د اړولو لپاره په کار دي طبعاً نړیواله مافیا لاس لري."

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت راپور په هېواد کې د چرسو د بوټو په کرنه کې د زیاتوالي یادونه هم کړې ده او د ملګروملتونو او افغان حکومت د سروې په حواله وايي، چې په افغانستان کې د چرسو تولید په کال کې درې نیم زره ټنه ته رسېږي او په دې توګه افغانستان په نړۍ کې د چرسو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد هم بولي.

د تېرکال په ترڅ کې شاوخوا څلورسوه قاچاقبران ونیول شول، چې دوی د دولت په ټیټو او ځینې په لوړو پوړیو کې وو

ثامر
له مخدروموادو سره د مبارزې وزارت ویاند عبدالقیوم ثامر د چرسو د تولید په اړه د سروې خبره رد کړه خو ویې ویل، چې افغان حکومت د مخدروموادو له ټولو ډولونو سره مبارزې ته ژمن دی:

"دا هم یوه ستونزده ده، موږ ژمنه کړې ده چې له مخدرو موادو سره، که تریاک وي که چرس، ترهغه ځایه چې په وس مو پوره وي، له دې ټولو سره مبارزه کوو، خو په دې برخه کې کومه رسمي سروې نه ده شوې."

د امریکا د بهرنیو چارووزارت په راپور کې راغلي چې که څه هم د افغانستان حکومت د مخدرو موادو د کښت، تولید او قاچاق هڅونه نه کوي، خو ګومان کېږي، چې د مرکز، ولایاتو او ولسواليو په کچه ګڼ شمېر حکومتي چارواکي به د مخدرو موادو له کاروباره پیسې ګټي.

خو ښاغلي ثامر وویل، چې له مخدرو موادو سره د مبارزې په لړ کې هغه دولتي چارواکي هم نیول شوي او محاکمې ته کاږل شوي چې په دې کاروبار کې یې لاس لاره:

جګپوړي چارواکي

"تاسو شاهد وئ چې له مخدروموادو سره د مبارزې وزارت مشرتابه له مخدرو موادو سره د مبارزې د پولیسو په مرسته وکولای شوای د دولت هغه جګپوړي چارواکي، چې د مخدرو موادو په قاچاق کې یې لاس لاره ونیسي.

د تېرکال په ترڅ کې شاوخوا څلورسوه قاچاقبران ونیول شول، چې دوی د دولت په ټیټو او ځینې په لوړو پوړیو کې وو. د دوی ګڼ شمېر دوسیې محکمو ته استول شوي او محکمې به د دوی په اړه خپلې پرېکړې وکړي."

که څه هم د افغانستان له مخدرو موادو سره د مبارزې د وزارت ویاند عبدالقیوم ثامر وايي، چې د مخدرو موادو په قاچاق کې ښکېل دولتي چارواکي نیول شوي او ځینې یې محکمو ته هم استول شوي دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې په راپور کې د مثال په توګه د نشه یي موادو د قاچاق او فساد په تور د سرحدي پولیسو د یوه قوماندان حاجي دلجان یادونه شوې چې وروسته بیا د هېواد لویې څارنوالۍ په نامعلومو دلایلو د هغه د خوشې کېدو حکم ورکړ او په دې اړه تحقیقات یې وځنډول.
XS
SM
MD
LG