د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

امریکا په افغانستان کې د نشه يي موادو په اړه نوی راپور خپور کړ


د کوکنارو له کرنې نیولې د خرڅلاو لپاره، ترجوړو هیرویینو پورې په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید یوه بشپړه کړۍ فعاله ده.
د کوکنارو له کرنې نیولې د خرڅلاو لپاره، ترجوړو هیرویینو پورې په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید یوه بشپړه کړۍ فعاله ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مخدرو موادو سره د مبارزې اداره په خپل نوي راپور کې وايي، چې د نړۍ د نشه یي موادو په سلو کې نوي لاهم په افغانستان کې تولیدېږي.

راپور زیاتوي د کوکنارو له کرنې نیولې د خرڅلاو لپاره، ترجوړو هیرویینو پورې په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید یوه بشپړه کړۍ فعاله ده.

د راپور په وینا، په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کرنه په خپل حال پاتې وه خو د تریاکو تولید په هغو ولایتونو کې، چې ډېر کوکنار په کې کرل کېږي، په کروندو کې د زراعتي افتونو له وجې، راکم شوی دی.

له مخدروموادو سره د ملګروملتونو د مبارزې د ادارې اټکل له مخې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو د کروندو حاصل یوازې ۳۶۰۰ ټنه، خو په ۲۰۰۹ کال کې ۶۹۰۰ ټنه و.

قاچاقبران


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور زیاتوي چې د افغانستان په سلو کې اته نوي کوکنار د جنوب او جنوب لویدیځ په هغو ولایاتو کې کرل کېږي، چې وسله وال فعالیتونه په کې زیات دي او قاچاقبران د خپل ځان د ساتنې په بدل کې وسله والو ته مالیه او نور امکانات ورکوي.

راپور وايي، په افغانستان کې وسله وال او د نشه يي موادو قاچاقبران له یوبل سره همکاري لري، داسې چې قاچاقبران مالي امکانات، وسلې او نورې اړتیاوې ورته برابروي او هغو په بدل کې د قاچاقي لارو، کروندو او لابراتوارونو امنیت ورته ټینګوي.

په راروانو کلو کې په هغو ولایاتو کې چې ډېر کوکنار کرل کېږي، د کوکنارو د کروندو د محدودولو، په نورو ولایاتو کې د کوکنار د کم کښت د دوام د یقیني کولو، د قاچاقبرانو د ځپلو او په هېواد کې دننه په مخدرو موادو د روږدو معتادانو د ستونزې د حل په مقصد، راپور ټینګار کوي، چې باید د دولت په ټولو پوړیو کې له سیاسي پلوه ستره لېوالتیا وي، په مسوولو ادارو کې ظرفیتونه لوړ شي، امنیت ټینګ او نورې پراخې هلې ځلې وشي.

د افغانستان د چرسو تولید په کال کې درې نیم زره ټنه ته رسېږي او افغانستان د نړۍ د چرسو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد هم دی.

م.م
په راپور کې وړاندې راغلي، چې د افغانستان له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت کم سیاسي نفوذ او محدود امکانات لري او د نورو وزارتخانو، د مثال په ډول د کورنیو چارو، عامي روغتیا، کرنې، د کلیو د پراختیا د وزارتونو او همداراز د نړیوالو مرستندویو موسسو پر ملاتړ متکي دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې راپور د ملګروملتو او افغان حکومت د سروې ګانو په حواله وايي، په ۲۰۱۰ کال کې د کوکنارو له کروندو د خلاصو ولایتونو شمېر هماغه شل و چې په مخکینې کال کې و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې په افغانستان کې د چرسو د بوټو په کرنه کې د زیاتوالي خبر هم ورکوي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او حکومت د لومړنۍ سروې په حواله وايي، چې د افغانستان د چرسو تولید په کال کې درې نیم زره ټنه ته رسېږي او افغانستان د نړۍ د چرسو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد هم دی.

په راپور کې د ملګروملتونو او افغان حکومت هغې سروې ته اشاره شوې چې وايي، په افغانستان کې په نشه یي موادو د روږدو کسانو شمېر د شپاړسو او څلورشپېته کلونو ترمنځ د هېواد د وګړو په سلو کې اتو یعنې تخمیناً نهه لکه او څلوېښت زرو ته رسېږي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په راپور کې د نشه يي موادو د قاچاق یوبل اړخ یعنې په هېواد کې د فساد مسالې ته هم اشاره شوې او لیکي، چې که څه هم د افغانستان حکومت د نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاق هڅونه نه کوي، خو ګومان کېږي چې د مرکز، ولایتونو او ولسواليو په کچه ګڼ شمېر حکومتي چارواکي به د مخدرو موادو له کاروباره پیسې ګټي، چې په دې کې قاچاقبرانو ته د امکاناتو له چمتو کولو نیولې د بډو تر اخیستو پورې د فساد بېلابېل ډولونه شامل دي.

راپور د جزا په وړاندې د معافیت روحیه د افغانستان لپاره ډېره لویه ستونزه بولي او د مثال په توګه د نشه یي موادو د قاچاق او فساد په تور د سرحدي پولیسو د یوه قوماندان حاجي دلجان یادونه کوي، چې وروسته بیا د هېواد لویې څارنوالۍ د هغه د خوشې کېدو حکم ورکړ او په دې اړه تحقیقات یې په نامعلومو دلایلو وځنډول.
XS
SM
MD
LG