د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د ډنمارک صدرا عظم هلمند ته تللى


د ډنمارک صدراعظم لارس لاک راسموسن
د ډنمارک صدراعظم لارس لاک راسموسن
د ډنمارک صدراعظم لارس لاک راسموسن د پنجشنبې په ورځ ناوخته هلمند ته په خپل سفرکې د هلمند ولايت له دولتي چارواکو، خپلو سرتيرو او نورو بهرنيو چارواکو سره تر ليدنې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل،هلمند ته يي د راتګ هدف دادى چې د خپلو سرتيرو سره وويني او د هغه پروژو د پلي کېدو جاج واخلي، چې د دوي د دولت لوري ورته پيسې ورکول کيږي.

لارس لاک راسموسن په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، هېواد يي پريکړه کړې ده، چې تر دوه زره دولسم کال پورې په افغانستان کې د خپلو سرتيرو شمېره راکمه کړي او په عين وخت کې به پر ملکي خدماتو او د پوليسو پر روزنه ټینګار وکړي.

لارس لاک راسموسن وايي:

(موږ په خپلو مرستو ژمن يوو، خو د پوځي برخې په ځاى د دې وروسته په ملکي برخه کې مرستو ته دوام ورکوو او له ډنمارک نه به يو شمېر پوليس افسران په هلمند کې د پوليسو د روزنې لپاره راوليږي)

لارس لاک راسموسن زیاته کړه، دولت يي په راتلونکو دوو کلونو کې د اتلس اشاره پنځه ميليونو ډالرو مرسته هم په پام کې لري.

ډنمارک د ايساف تر چتر لاندې څلورم هېواد دى چې زيات سرتيري يي په افغانستان کې دیره دي، د دوي د سرتېرو اکثريت د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې ميشت دي.

د هلمند والي محمد ګلآب منګل په دې ګډه خبري ناسته کې د ډنمارک د پوځي او ملکي مرستونه مننه وکړه او له ډنمارکي صدراعظم لارس لاک راسموسن نه غوښتنه وکړه، چې نور دې هم د ښوونې او روزنې په برخه کې د هلمند سره مرسته وکړي.

د ډنمارک د صدراعظم لارس لاک راسموسن دا څلورم سفر دى چې د خپل ماموريت په دوام کې يي هلمند ولايت ته کوي.

د ډنمارک صدراعظم يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې په ګرشک ولسوالۍ کې به د بريښنا ستره فابريکه ورغوي.

د يادونې وړ ده چې د دغه فابريکې د بيرته جوړلو ژمنې د تيرو دوو کلونو راهیسې د ډنمارک د هېواد مسئولين کوي، خو لا تر اوسه د ګرشک ولسوالۍ اوسيدونکي د دې بريښنا د فابريکي د کمې بريښنا نه شکايت کوي.

د ډنمارک هېواد د مرستو په لړ کې د تيرو دوو کلونو راهیسې پنځه څلويښت ميليونه ډنمارکي کرونډه د ښوونې او روزنې، بيارغونې او نورو پروژو کې مصرف کړي دي.
XS
SM
MD
LG