د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

مایکل شتاینر:د افغانستان جګړه د پوځي حل لاره نه لري


د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني د حکومت ځانګړي استازي مایکل شتاینز پرون وویل، چې په افغانستان کې له پوځي زور څخه د کار اخیستو او سیاسي چلند ترمنځ باید یو انډول رامنځ ته شي.

جرمني استازي په سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه په جوړه شوې غونډه کې پردې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې روان بحران د پوځي حل لاره نه لري او باید سیاسي حل ورته وموندل شي.

مایکل شتاینز د نړېوال تماس په نوم د هغې غونډې مشري کوي چې د پنځوسو هېوادونو د استازو په ګډون په جده کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د افغانستان عالي رتبه پلاوی د بهرنیو چارو د وزیر زلمي رسول په مشرۍ او د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني په غړیتوب ګډون کړی و.

د افغانستان او پاکستان لپاره د سپینې ماڼۍ نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی مارک ګراسمن هم په دې غونډه کې حاضر و.

په همدې حال کې افغان ولسمشر حامد کرزي پرون بریتانیې ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ، په یوه مرکه کې وویل، له وسله والو طالبانو سره تماسونه ټینګ شوي دي خو ده زیاته کړه چې د رسمي تماسونو لپاره له یوکاله نیولې تر دریو کلونو پورې وخت ته اړتیا شته.

د افغانستان د لس کلنې جګړې په ترڅ کې د امریکايي چارواکو چلند هم د پخوا په پرتله اوس بل ډول ښکاري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلېنټن څه وخت مخکې په یوه وینا کې وویل، چې واشنګټن د افغانستان د روان بحران د حل لپاره د یوې ډيپلوماتیکې لارې په لټه کې دی څو له دې لارې له القاعده شبکې سره د طالبانو اړیکي له منځه یوسي.

له دې مخکې د امریکايي چارواکو دریځ دا و چې وسله وال د پوځي فشار له لارې باید له افغان حکومت سره خبرو اترو ته اړ شي. خو د دې نظر مخالفان وايي چې سخت پوځي کمپاین به وسله وال نورهم وپاروي او په پای کې به له هغو سره روغه نوره هم ستونزمنه شي.

دوي همدا راز استدلال کوي چې د وسله والو طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو د دوام په نتیجه کې به هغه افغانان چې هسې هم د ملکي تلفاتو له امله په غوسه دي د افغانستان له دولته نوره فاصله ونیسي.
XS
SM
MD
LG