د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

فقیري:په سعودي عربستان کې د سولې د روانو هڅو بشپړ ملاتړ وښودل شو


په دغه غونډه کې چې د سعودي عربستان په جده ښار کې جوړه شوې، د نورو مسئلو تر څنګ په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو هم خبرې وشوې.

د تماس د ډلې دا غونډه د یوې ورځې لپاره جوړه شوې وه، چې په کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو سربیره د شاوخوا پنځوسو هېوادونو استازو برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري، چې اوس مهال په سعودي کې دې وویل، چې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د روانو هڅو بشپړ ملاتړ څرګند کړ:

(ټوله پروسه یو افغانۍ پروسه ده په دې غونډه کې هېوادونو خپل ملاتړ په افغانستان کې د سولې له پروسې سره څرګند کړ.)

تماس ډلې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ په داسې حال کې کړې، چې د دوي په غونډه کې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني هم برخه اخیستې وه.

د ښاغلي فقیري په وینا دا غونډه د دې لپاره هم زیاته مهمه ده، چې دا د اسلامي هېوادونو د کانفرانس سازمان په مرکز کې جوړه شوې او افغان دولت هڅه کوي، چې له اسلامي هېوادونو سره نږدې اړیکې ولري.

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې په دې غونډه کې په افغانستان کې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال په بهیر هم خبرې وشوې، چې په را روان لمریز کال کې پیلیږي.

خو یو شمېر سیاسي کتونکي بیا په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې همغږې نه بولې او وایي، چې په دې اړه له بېلابېلو ادرسونو کار روان دې.

د سیاسي چارو یو کتونکې احمد سعیدي وایي، پکار ده، چې دا هڅې همغږې شي او له یو واحد ادرسه ورباندې خبرې وشي:

(کوښښ کیږي چې له هرې زاویي څخه د مخالفینو سره د سولې په اړ ه خبرې وشي خو ددې خبرو لپاره یو واحد نظر ته ضرورت لیدل کیږي.)

ده په دې غونډه کې د پاکستان حضور ته په اشارې وویل، چې په داسې غونډو کې تر ډیره د پاکستان ګټو ته پام کیږي نه د افغانستان.

د تماس ډلې په غونډه کې په افغانستان کې د سولې په روانو هلو ځلو دا خبرې پ هداسې وخت کې شوي، چې افغان ولسمشر لندن ته په خپل وروستي سفر کې له نړېوالې ټولنې وغوښتل، چې د دغو هڅو ملاتړ دې وکړي.

له بل لوري د سولې عالي شورا، چې په هېواد کې د پخلاینې په مقصد جوړه شوې اوس اوس خپلې هڅې ګړندۍ کړي او هڅه کوي، چې پدې برخه کې د سیمې د هېوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړي.

رپورټ: مخفي عزیزي،کابل
XS
SM
MD
LG