د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۴

د پاکستان پر امنيتي ځواکونو وسله وال او بمي چاودنې شوي


پخوانی عکس
پخوانی عکس
د خيبرپښتونخوا په هنګو او خيبر دره کې په دوو بېلابېلو پېښو کې لس تنه دولتي سرتېري وژل شوي.

د خيبر پښتونخوا په جنوبي ښار هنګو کې امنیتي مسوولين وايي، هغه چاودنه چې د دغه ښار په مرکزي برخه کې شوې ځان مرګۍ برید و چې د یوه ناپيژاندې کس له خوا شوي.

دغه برید د پنجشنبې په ورځ له غرمې وړاندې د هنګو ښار په مرکزي سیمه کې د پولیسو د ګزمې پر یوه موټر شوې چې د امنیتي سرچینو په وینا دیرشو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

د هنګو د پولیسو مشرعادل صديق له پېښې وروسته رسنیو ته ویلي، چې د پولیسو پیک اپ ډوله موټر پر ورځنۍ ګزمه روان و، چې ناڅاپه پرې چاودنه وشوه، د صديق د مالوماتو له مخې د هنګو مرکز ته څېرمه د لویې لارې پر سر یو سوزو کې ډوله موټر ولاړ و چې د له سیمې نه د پولیسو د ګزمې موټر د تېرېدو پر مهال په کې درنه چاودنه وشوه.

نوموړي د چاودنې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه وويل:

(د پولیسو په موټر کې څلور تنه سرتېري سپاره ول، چې څلور واړه یې ځای پر ځای وژل شوي، همدا شان یو تن لاروی هم وژل شوی.

د دې ترڅنګ پېنځه ويشت تنه، چې ټول یي ولسي خلک دې ټپيان شوي، په هغوي کې د درېیو تنو روغتیايي حالت نازک دي چې یو یې پېښور ته لېږدول شوي او دوه نور یې همدلته تر درملنې لاندې دي.

له شواهدو ښکاري چې دا یو ځانمرګی برید و، خو کره مالومات به تر تحقیقاتو وروسته په ډاګه شي.)

نوموړي ويلي، که څه هم تر دې دمه لا کره شواهد نه دي ترلاسه شوي خو امکان لري چې برید کوونکي بلې خو د تګ او برید نیت درلود خو همدا چې د پولیسو له موټر سره مخ شوی نو د نیول کېدو له ویرې یې ځان الوځولی.

که څه هم نوموړي يواځې د پېنځو تنو وژل کېدا تائید کړې، خو پاکستاني رسنۍ بیا دغه شمېر ۹ او د ټپيانو ۳۳ تنه ښيي، بل خوا د مصري خان په نوم یوه ځايي اوسېدونکي د هنګو له روغتونه د تليفون پر ليکه ازادۍ راډيو ته وويل، چې ولسي خلکو ته د ځاني زیان ترڅنګ دروند مالي زیان هم اوښتی.

هنګو د خيبر پښتونخوا یوه له هغو سیمو ده چې له دې وړاندې هم په کې ورته پېښې رامنځته شوي، په دغه ښار کې وروستۍ چاودنه د تېرې محرم الحرام میاشتې په لومړۍ لسيزه کې رامنځته شوې وه چې په ترڅ کې یې درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

په یوه بله پېښه کې چې تر ماسپښین وروسته رامنځته شوې نا پيژاندو وسله والو د خیبر ایجنسۍ په اړوندو کې د نیمه پوځي یا ملېشه ځواکونو شپږ تنه سرتېري وژلي.

ځايي امنيتي مسوولینو پېښه تائید کړې خو له جزیاتو ورکولو یې ډډه کړې.

راپور- مجيب الرحمان انګار،پیښور
XS
SM
MD
LG