د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

ولسي جرګې د ځانګړې محکمې د لغوه کولو هڅې ګړندۍ کړي


د جرګې زیات بحثونه د ځانګړې محکمې په اړه د وکیلانو په اندیښنو راڅرخیدل
د جرګې زیات بحثونه د ځانګړې محکمې په اړه د وکیلانو په اندیښنو راڅرخیدل

د ولسي جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي په مشرۍ یو پلاوی به د ځانګړې محکمې د لغوه کولو لپاره له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري.

په داسې حال کې، چې د ولسي جرګې لومړی مرستیال لا نه دی انتخاب شوی، د جرګې د چهار شنبې ورځې زیاتره بحث د ځانګړې محکمې فعالیتونو ته ځانګړی شوی و.

که څه هم د غونډې په پیل کې وویل شول، چې د دوی په اجنډا کې د لومړي مرستیال د انتخاب مساله هم شامله ده، خو د جرګې زیات بحثونه د ځانګړې محکمې په اړه د وکیلانو په اندیښنو راڅرخیدل.

د جرګې غړو له اوږدو بحثونو وروسته د رایو په اکثریت پرېکړه وکړه، چې د عبدالروف ابراهیمي په مشری یو پلاوی دې په دې اړه له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړي.

پلاوی

"په دې اړه پریکړه وشوه، چې تاسو یو پلاوی وټاکئ، چې په کې د هرې حوزې او یا ولایت په کچه یو استازی شامل وي.

دغه پلاوی به ولسمشر ته ورشي، په دې اړه به ورسره خبرې وکړي حتماً د حل یوه معقوله لاره موندلی شو.

په غوڅ اکثریت تصویب شوه، چې پلاوی به استول کیږي او د ولسي جرګې د رییس په مشرۍ به له هر ولایت څخه یو کس د پلاوي د غړي په توګه انتخابیږي."

د قضایه او اجرایه قوې او هر هغه څوک، چې په انتخاباتو کې مداخله کوي د دې مانا لري، چې د خلکو حقوق او ازادي ترپښو لاندې کو.

شهیر
د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتي دوسیو د څېړلو ځانګړې محکمه د سترې محکمې په وړاندېز او د ولسمشر حامد کرزي په فرمان جوړه شوې ده.

یو زیات شمیر معترضه کاندیدانو د دې محکمې د جوړولو او د هغې له فعالیتونو څخه ملاتړ اعلان کړی.

دغو کاندیدانو له افغان دولت او نورو حقوقي ادارو غوښتي، چې د دې محکمې د پریکړو په پلې کولو کې دې همکاري وکړي.

خو د ولسي جرګې غړي د ځانګړې محکمې جوړېدل د اساسي قانون د ۱۲۷ مادې خلاف بولي.

د ولسي جرګې غړی رفیق شهیر وايي، چې هېڅ قضایي او اجرایوي ارګان په انتخاباتو کې د لاسوهنې حق نه لري.

"د قضایه او اجرایه قوې او هر هغه څوک، چې په انتخاباتو کې مداخله کوي د دې مانا لري، چې د خلکو حقوق او ازادي ترپښو لاندې کوي او هغوی تر خپل ظلم لاندې نیسي.

زموږه او تاسې دنده دا ده، چې په هیڅ وجه له اساسي قانون پرته د قضایي او اجرایوي قوې مداخلو ته اجازه ورنه کړو."

غبرګون

د ځانګړې محکمې پروړاندې د ولسي جرګې د غړو غبرګون، په داسې حال کې جدي کیږي، چې یادې محکمې اعلام کړی، چې د رایو په بیا شمېرلو کې د سرغړونو او درغلیو موندل به د ولسي جرګې د انتخاباتو په وروستیو نتایجو اغېزه وکړي.

دغې محکمې ویلي، چې د ولسي جرګې د معترضه کاندیدانو د حقوقي ادعاو د څېړلو لپاره يې ۳۱ ولایتونو ته پلاوي استولي دي.

دا چې د ولسي جرګې پلاوی به له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې د ځانګړې محکمې په اړه څه پرېکړه کوي، په اړه يې څه ویل له وخته مخکي بریښي.

خبریاله: ماریا صدیقي
XS
SM
MD
LG