د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

په هېواد کې د ملکي تلفاتو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي


د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون سلا کار او د څارنې او د ارزیابۍ څانګې غړی غلان نبي حکاک
د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون سلا کار او د څارنې او د ارزیابۍ څانګې غړی غلان نبي حکاک

د افغانستان د بشردحقوقوخپلواک کمیسیون په دې هیواد کې د ملکي تلفاتوله امله یوځل بیا اندیښنه وښوده او د دولت له وسله والو مخالفانو اوبهرنیوځواکونونه یې وغوښتل چې ملکي خلکوته ډیره پاملرنه وکړي.

د افغانستان د بشرد حقوقوخپلواک کمیسیون په دې هیواد کې د وروستیو ملکي تلفاتواندازه زیاته بولي او وایي، چې د نړیوالو ځواکونو او وسله والو مخالفانو له خوا د عامو خلکو وژنه ډیرې اندیښنې را پارولي دي.

د دې کمیسیون چارواکي په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د ملکي خلکو وژنې ته ګوته نیسي او وایي، چې نړیوال ځواکونه او وسله وال مخالفان د حملو او پوځي عملیاتو پرمهال ملکي خلکو ته لازمه پاملرنه نه کوي.

د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون سلا کار او د څارنې او د ارزیابۍ څانګې غړی غلان نبي حکاک وایي، چې د وسله والو مخالفاتو ترڅنګ بهرنیو ځواکونو هم په دې وروستیو کې ملکي خلکو ته ډېرتلفات اړولي دي:

اندېښنې


"له به ده مرغه په دې وروستیو کې ملکي تلفات زیات شوي، چې ترډیره ښځې او ماشومان په کې شامل دي، دې مسالې موږ او خلکو ته اندیښنې پیدا کړي دي.

موږ له بهرنیو ځواکونو سره په تماس کې یو او اسناد وړاندې کوو، چې د دوی په پوځي عملیاتو کې ډیر عام خلک وژل کیږي.

موږهڅه کوو، چې نړیوالو ځواکونو ته قناعت ورکړو، چې ملکي خلکو ته ډیره پاملرنه وکړي ځکه هغوی د ارامه ژوند کولو حق لري."

له بهرنیو ځواکونو نه غوښتنه کوو، چې خپل ټول پوځي عملیات د نړیوالو ژمنو په چوکاټ کې له افغان ځواکونو سره په هماهنګۍ کې ترسره کړی.

ولسي جرګه
په وروستیو څه باندې دوو اوونیو کې په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو په حملو او د نړیوالو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې تردوو سوو زیات ملکي وګړي وژل شوي، چې بیلګه یې د ننګرهار، خوست، کندز او کندهار ولایتونو وروستۍ خونړۍ پیښې او د سې شنبې په ورځ د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د نهو تنو ماشومانو وژنه ده.

په عین حال کې د ولسې جرګې غړي هم په افغانستان کې د ملکي تلفاتو له امله په غصه شوي او د چهارشنبې په ورځ یې د دې جرګې په عمومي غونډه کې د ملکي خلکو وژنه په سختو ټکو کې وغندله.

ولسې جرګې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو له امله یوه اعلامیه هم خپره کړه، چې د دې جرګې د غړي ډاکټر محمد صالح سلجوقي له خوا ولوستل شوه، په دې اعلامیه کې هرډول پوځي عملیات چې د ملکي تلفاتو لامل ګرځي د اسلامي شریعت او د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل بلل شوی:

حقوقي

"د افغانستان له حکومت نه غواړو، چې له ټولو ډیپلوماتیکو او حقوقي لارو څخه د دې ډول دردونکو پیښو د تکرار مخه ونیسي.

له بهرنیو ځواکونو نه هم غوښتنه کوو، چې خپل ټول پوځي عملیات د نړیوالو ژمنو په چوکاټ کې له افغان ځواکونو سره په هماهنګۍ کې ترسره کړی.

دوی دې د ملکي خلکو حقوق او خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي."

د ماشومانو وژنه

دغه راز د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم په یوه خپره شوې اعلامیه کې په کونړ ولایت کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د نهو تنو ماشومانو وژنه په سختو الفاظو کې غندلې او ویلي یې دي، چې له تروریزم سره مبارزه باید د دې هیواد په کلیو کې نه بلکې له دې هیواد څخه بهر د هغوی د تجهیز، تمویل او روزنې له مرکزونو سره وشي.

ملکي تلفات هغه موضوع ده، چې په تیرو څوکلونو کې یې د افغانستان خلک، افغان حکومت او د بشر د حقوقو ادارې سخت اندیښمن کړي اوله دې امله یې سخت انتقادونه هم شوي.

حتی د ولسمشر کرزي او نړیوالو ترمنځ د دې مسالې پرسر د ناندریو له امله کله ناکله خوا بدي او ستونزې هم پیدا شوي دي.
XS
SM
MD
LG