د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

کامرون په افغانستان کې شوېو پرمختګونو ته هیله مند دی


افغان ولسمشر حامد کرزي پرون په لندن کې د بریتانیې له صدراعظم ډيويډ کامرون سره وکتل
افغان ولسمشر حامد کرزي پرون په لندن کې د بریتانیې له صدراعظم ډيويډ کامرون سره وکتل
د بریتانیا صدراعظم ، ډیویډ کامرون ، پرون په لندن کې له افغان ولسمشر سره د خبرو په مهال وویل ، دا هیواد به له افغانستان سره خپلو اړیکو ته تر اوږده مهاله دوام ورکړي او په افغانستان کې د سولې پرمختګونو ته هیلمن دی .

د بریتانیا صدراعظم ، ډیویډ کامرون ، د افغان ولسمشر حامد کرزي سره په لندن کې د یوې رسمې کتني په مهال دا څرکنده کړه چې هغه په افغانستان کې پرمختګونو ته په محتاطانه توګه خوشبین دی .

کامرون یو ځل بیا په دې خبره ټینګار وکړ چې برتیانوي ځواکونه به په افغانستان کې په دوه زره پینځلسم میلادي کال کې خپل جنګې رول پای ته ورسوي .
بریتانوي ځواکونه له دوه زره لومړي میلادي کال راهیسې په افغانستان کې دي چې تلفات یې هم ورکړي دي .

کامرون د لندن په داوینګ ستریت کې له ولسمشر کرزی سره تر خبرو وروسته وویل ، رښتینی پرمختګ هره ورځ زمونږ په ملاتړ سره رامنځ کیږي .

کا مرون وویل افغان حکومت د خپلو چارو دپاره لوی مسوولیت په غاړه اخلي . په دې لړ کې د افغان پوځ پر جوړولو له مهال ویش سره سم کار روان دی .
اوس د افغان پوځیانو شمیر له یو نیم لکو څخه اوښتي، او افغان پولیس څه باندې یو لکو اوو زرو تنو ته رسي .

کامرون څو ځلي په افغانستان کې له خپلو ځواکونو سره کتلي په دواړه حالاتو کې کله چې د مخالفینو مشر و او بیا د صدراعظم په توګه یې سفرونه کړي او افغانستان ته وروستی سفر یې د تیر ډيسمبر په میاشت کې و .

په هغه ګډ خبري کنفرانس کې چې کامرون له ولسمشر کرزي سره پرون په لندن کې درلود افغان ولسمشر وویل ،افغانستان په دې تمه دی چې له بریتانیا سره اوږد مهاله اړیکې ولري .

کامرون همدا شان د افغان دولت له هغو مخالفانو سره چې له جګړو لاس اخلي او له القاعده شبکې سره د خپلو اړیکو شلولو ته تیار دي د سولې او پخلاینې د پاره ، په سیاسي لاره د رښتینې پرمختګ غوښتنه وکړه .

هغه وویل اوس نو ددې وخت دی چې طالبان په دې لاره پل کیږدي او دا کال په افغانستان کې د سولې دپاره په یوه قاطع کال بدل کړي .
XS
SM
MD
LG