د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۰۴

ولسمشر کرزي د لندن په موزیم کې د افغانستان د لرغونو اثارو نندارتون پرانیست


کامرون ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته تر اوږد مهاله دوام ورکړي.

افغان ولسمشر پرون د بریتانیا له صدراعظم سره وکتل او تر هغې وروسته یی تیرماښام د لندن په موزیم کې د افغانستان د لرغونو اثارو یو نندارتون رسما پرانیست.

د بریتانیا په موزیم کې د افغانستان د لرغونو اثارو نندارتون پرون ناوخته پرانستل شو. په دې مراسمو کې افغان ولسمشر ورسره پلاوی او بریتانوي مقاماتو ګډون درلود. تر دې دمخه د بریتانیا صدراعظم، ډېوېډ کامیرون، له افغان ولسمشر سره وکتل.

کامرون ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته تر اوږد مهاله دوام ورکړي.

د افغانستان د ملی امنیت مشاور ډاکتر رنګین دادفر سپنا چې په لندن کې ولسمشر کرزي سره د تللي پلاوي ملګرتیا کوي، وايي، د افغانستان حکومت به له هرې هغه هڅې هر کلی وکړي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره کیږي، هغه په دې لړ کې په ترکیې د طالبانو د یوه دفتر د پرانستلو خبرې ته هم اشاره وکړه ویې ویل:

ادرس

"کله چې موږ له یوې سیاسي پوځې ډلې سره خبرې اترې وکړو ښه به دا وي، چې یوه نښه یا ادرس ولري، چې وکړای شي له هغو سره خبرې وشي او یا اړیکه ورسره ونیول شي.

تر دې دمخه د ایکو هیواونو د مشرانو په غونډه کې چې په استانبول کې تر سره شوه دا مساله مطرح شوې وه. موږ په دې برخه کې له هرې مرستې څخه چې ترکیې یې وکړي هرکلی کوو.

د افغانستان اوسنۍ وضعې ته په کتو سره دیني عالمان په دې هیواد کې د ثبات د ټینګښت لپاره ډېر کارونه کولای شي.

رباني
په تیره بیا چې ترکیه یو له هغو هیوادونو څخه ده چې هم د افغانستان خلکو او هم حکومت ته د اعتماد وړ هیواد دی.

ها خوا د افغانستان د عالمانو او د سولې د عالي شورا مشرانو په یوه غونډه کې پرون د افغانستان د عالمانو د شورا له غړو نه وغوښتل، چې په دې هیواد کې د سولې په راوستو کې لازمه مرسته وکړي.

د افغانستان د علماو شورا په دې هیواد کې د سولې په ټینګښت کې د دیني عالمانو رول مهم وباله او له هغوی نه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې نه ستړې کیدونکې هڅې وکړي.

په عین حال کې د سولې د عالي شورا رییس برهان الدین رباني وویل، چې د افغانستان اوسنۍ وضعې ته په کتو سره دیني عالمان په دې هیواد کې د ثبات د ټینګښت لپاره ډېر کارونه کولای شي.

سوله او ثبات


ښاغلي رباني د سولې د عالي شورا رییس وویل، چې په تیرو څو میاشتو کې دوی د سولې اوثبات په هدف پاکستان، ترکیه او د افغانستان ځینو ولایتونو ته سفرونه کړي او له دې وروسته به هم دا ډول هڅې دوام وکړي.

ده دغه راز په ډاګه کړه، چې په راتلونکې کې به د نړۍ له ځینو اسلامي هیوادونو څخه لوی دیني عالمان هم کابل ته را وبلل شي ترڅو د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو ترمنځ، د سولې خبرې اترې په یوه ډول چټکې او اغیرمنې شي.
XS
SM
MD
LG